نړۍ

پاکستان د افغانستان سره پولي ته فوځ او ایف سي لیږي

Pakistani_soldiers_fire_artillery_and_talibanنن ټکی آسیا: د پاکستاني فوځ ویاند جنرل میجر جنرل اطهر عباس نن رسنیو ته وویل چي پاکستان به د افغانستان سره پولي ته منظم فوځ او د ایف سي عسکر واستوي، تر څو وکولای سي چي د افغانستان له خوا د پاکستان سره د پولي حفاظت وکړه شي.

هغه وویل چي مونږ به دا اجازت هیڅ چاته هم ورنکړو، چي د افغانستان له لاري دي پر مونږ برید وکړي، او زمونږ خاوره دي لاندي کړي، او زمونږ فوځ او ولس دي ووژني.

او زیاته يې کړه چي په تیرو څلورو میاشتو کې د هغو وسلوالو په بریدونو کې چي د افغانستان څخه فعالیت کوي، تر اوسه تر سلو (۱۰۰) زیات پولیس، لیویز او د نیمه فوځ عسکر وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چي د افغانستان څخه وسلوال را اوړي، او ددوی د عسکرو پر فوځي قرارګاو بریدونو کوي، او بیا بیرته افغانستان ته تښتي.

او افغاني چارواکي دا شکایت لري چي د پاکستاني فوځ له خوا د افغانستان پر خاوره راکیټي، هاوان، او د توغندی توغول کیږي چي له کبله یې زیات شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x