افغانستان

پکتیکا: اربکیانو په مرکز ښرنه کې د خلکو غنمو ته اور ور اچولی

نن ټکی آسیا(پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۳): نن سهار د پکتیکا ولایت مرکز ته څېرمه د کوټوالو په کلي کې د دې سیمې اربکیانو د خلکو غنمو ته اور ور اچولی دی.
دغه غنم چې د کلي خلکو لو کړي  او د وړولو یا ترېشل کولو لپاره تیار کړي وو، نن سهار د کوټوالو اربکیانو اور وراچولی دی.
د سیمې خلک وايي چې اربکیانو راته ویل چې باید په دوه ورځې کې يې غنم تر ترېشل وباسئ، خو موږ ونه شوکولای، ځکه يې نن اور ور اچولی دی.
ویل کېږي چې په دې سیمه کې وړاندې د سلیمان په نامه د یو قومندان د پولیسو پوسته وه چې تېر کال يې ورته کار وکړ. او سږ کال بیا  اربیکانو دغه کړنه تکرار کړه.
د سیمې خلک وايي اور تراوسه لګیدلی پاتې دی، موږ نه شو کولای چې په سطلونو د څو زره منو غنمو اور مړ کړو پولیس مو یواځې له بازاره په دوربین ننداره کوي.
د کوټوالو په بازارګوټي کې یو تن دوکاندار د نوم نه ښوودو په شرط نن ټکی آسیا ته وویل چې ده کله شین سهار دوکان خلاصاوه نو د دوکان ترمخ ولاړو څلورو اربکیانو يې پټې پټې خبرې سره کولي.
د ده په خبره هغو اربکیانو به په خبرو خبرو کې غنمو ته اشاره کوله.
د کوټوالو په سیمه کې پوره درې درمنده چې زرګونه منه غنم کېږي سوځول شوي دي.
د سیمې مشران وايی چې اربکیانو دغه زرګونه منه غنم په دوه ورځې کې تر ترېشل ویستل غوښتل، خو دا بېخې کېدای نه شوای هسې يې سوځولو ته لاره جوړوله. د دوی په خبره اربکیان په دې وروستیو کې سخت قهرېدلي دي او غواړي له عامو خلکو د عزیزالله غچ واخلي.
په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي قومندان عزیزالله نږدې  لس ورځې وړاندې په یوه سرتېري برید کې مرګونی ټپي شو، چې ویل کېږي له دوو ساعتو وروسته يې ساه ورکړه خو اربکیانو يې خبر نشر ته نه دی ورکړی.
د پکتیکا ولایت  مسوولین له پېښې ناخبره دي او وايي چې که رښتیا وي د پېښې له څېړلو وروسته به زیانمن شويو سره مرسته وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قندهارىن

ښه خدمت يي وكرى

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x