افغانستان

د کندهار هوايي ډګر څخه بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): کندهار ته د کابل حکومت د مشر محمداشرف غني له سفر سره همهاله بهرنیو ځواکونو په کندهار هوايي ډګر خپل ټول مرکزونه تخیله کړي دي.

کندهار میشتي خبریال صدیق الله افغان په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې بهرنیو ځواکونو تیره شپه خپل هغه وسایل چې انتقال یې مشکل وو، د بمونو په واسطه الوزولي، د کومې له امله چې تیره شپه کندهار ښار کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

د افغان د معلوماتو له مخې بهرنیو ځواکونو په کندهار کې ټول قراردادونه «لغوه» کړي او خپل افغان «اجنټان» یې رخصت کړي او ورته یې ویلي چې نور کار نشته.

بهرني ځواکونو په داسې مهال د کندهار هوايي ډګر څخه کډې باروي، چې تیره میاشت طالبانو په یاد هوايي ډګر کې ددغو ځواکونو مرکزونه په توغندیو وویشتل، د کومې له امله چې د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) توند غبرګون وښودلو.

د کندهار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې کندهار ته د اشرف غني د نني سفر اصلي موخه هم په دې ولایت کې دولتي چارواکو او عسکرو ته ډاډ ورکول ؤ، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو یې «مورال» سخت کمزوری شوی دی.

سرچینه زیاتوي، که څه هم ولسمشر غني ظاهرا د مهمند نړیوال روغتون پرانیسته «پلمه» کړه؛ خو یاد روغتون یې ځکه موخه نه وه، چې یاد روغتون په شخصي ځمکه او شخصي لګښت جوړ شوی او د دولت په کې هیڅ ونډه نه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

کش که غني خانه سړې وریجې له مستو سره .

Adam Khan
Can someone please go to Ghazi Shaheed Mujahid Mullah Dadullah grave - 
first kiss his grave and then brief him about the good news 

"SALLAM AND DROOD ON YOU HERO MUJAHID SAIB, YOUR HOLLY BLOOD HAS
 BEEN IRRIGATING KANDAHAR'S FLOWERS, AND AFGHANSISTAN
 WILL BE FREE SOON INSHALLAH"
عبدالمالک همت

الحمد لله ! د ګران افغانستان د خپلواکۍ د بيرته ګټلو زېری راوړونکي وږمې په چلېدو سوې او د غليم کډي په څوړ سر په بارېدو، الله دي د سولي هواوي هم دلته هر څه ژر راوالوزوي.

غوربندی

آمین یا رب

عبدالواحد اڅګزۍ

پسله بګرامه قندهارایرپورټ زیات ضروری وودامریکااوناټودپاره ماته داسی معلومیږی چه ناټودمۍ تراولی وزی ددونه خون ریزیو تاب نلری کفاردرواغجن دی وګورۍ جرمنی دکال خبری کولی اوس دوی میاشتی وایی که بیخی احمقان نوی بایدووزی موږاوخپل ملک سره پریږدی .په احترام عبدالواحداڅګزۍ

دوکتور عبدالله

الحمدلله یا ته خو يې ورک کړي.

الحاج استاذ بیانزی

ټول استثمارګر په ځانګړی ډول امریکایان ( د انګریزانو لمسی ) ډیر بیغرته قوم دی د مظلوم بشریت د استثمارولو د پاره بیشمیره او خطرناکی وسلی او وسیلی یی جوړی کړی بی ضمیره کسان په ډالرو اخلی که مقاومت یی مقابل کی نه وو خلک ژوندی خوری او لا یی عمری غلام او استثماروی او که د افغانانو د میړنو په شان یی په ضد مقاومت پیل کړی او جنازی یی امریکا او اروپا ته ورچالان شی او خپلی وینی وګوری لیونیان شی ځانوژنی او نورو ژنی کوی او حکومتونه یی د قرار په ځای فرار ته ترجیح ورکوی امریکایان… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x