افغانستان

پغمان کې د کمانډو ځواکونو یو افسر ترور شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): ناپېژاندو وسله والو د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو یو افسر ترور کړی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، نن د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د کمانډو ځواکونو افسر محمدیوسف په داسې مهال ویشتلی چې له کنډک څخه کور ته روان ؤ.

د سرچینې په خبره په دغه برید کې سمونیار محمدیوسف ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

ویل کیږي چې د کمانډو ځواکونو دغه وژل شوی افسر د میدان وردګو ولایت اصلي اوسېدونکی ؤ، چې دا مهال یې په پغمان کې ژوند کولو.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي:« مهم: نن له غرمې مخکې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ قلعه حیدرخان سیمه کې د مزدور دښمن د کمانډویانو لوړ رتبه افسر(جګړن یوسف)د مجاهدینو د یوه خاص برید په نتیجه کې و وژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا و رسید.»

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د کابل لویدیځ ته پغمان ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه زیات کړي او وخت ناوخته په دولتي عسکرو بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

TORRI WAHA BARAI BA MOOMI
KA BARAI NA WI TALIB TAL GHAZA KAWEENA

غوربندی

طوطی لالا

غږ مې اورې؟
غږ مې درځي وه طوطی خانه!

مادیوسپ لالا یې په ونه خېژولی،، د چاپو له ټرننګ یې بالاخره فارغ التحصیل کړ،، د فراغت یو چلمچي خولۍ یې مزار ته ډالۍ کړئ!

وو طوطی اورې؟؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x