نظــر

د امريکا سياسي يتيمان

صاحبزاده

د سي ايي ای توطيه کاميابه سوه، د ايراني صدراعظم مصدق تخته چپه پر ځای يې رضاشاه ته واک وسپارل سو، شاه د ايران دروازې د غرب لپاره پرانيستلې، سګريټ او جينز رسمي لباس او انګريزي دفتري ژبه سوه، شرابخانو او رقصخانو اجازت تر لاسه کړه، په قم ښار کې کيلفورنيا پوهنتون په لومړي ځل د هيواد د باندې خپله څانګه پرانيستله، تهران د سي ايي ای مرکز جوړ سو چې پکې دولس زره رسمي او نا رسمي کسانو کار کاوه، شاه د غرب په وفادارۍ کې دومره مخته ولاړ چې بندر عباس يې د غربي مصنوعاتو لپاره “ټيکس فري” وګرځاوه، ټول بازارونه د ميډ ان امريکا، ميډ ان انګلينډ توکو څخه ډک سول.

د شاه استخباراتي سازمان ساواک هر هغه څوک پورته کوي چې د شاه او يا امريکا مخالفت به يې کاوه چي بيا يې هيڅ درک نه معلوميده، شاه روس خپل ذاتي دښمن باله، شاه د علماو څخه هم خفه و ځکه يې د هره ورځ سره د مدرسو او عبادت ځايونو په وړاندې عمليات کول.

د شاه پر وړاندې نفرتونه ورو ورو زياتېدل، اخر په 1979ء کې د شاه تخته چپه او انقلاب راغی، شاه د خپل خاندان سره د ايران څخه فرار سو. شاه فکر کاوه چې ده د غرب دومره خدمت وکړ اوس به نړۍ دده لپاره دراوزې پرنيزي او ده ته به د شاهانو پروتوکول ورکړي او يو ځل بيا به دی پر امريکايي ټانګونو سپور تهران ته راننوځي، خو حقيقت ددې څخه برعکس و.

شاه چې څنګه ايران پريښوده، د امريکا په شمول ټول غرب ده ته پردی سو، شاه د يوه يوه غربي هيواد دروازه وټکوله خو هيچا پناه ورنکړه، شاه د طبي معائنې لپاره د امريکايي ډاکټرانو څخه وخت واخيست خو امريکا د داخلېدو اجازه ورنکړه، شاه در په دره وګرځيده، بالاخره 1980ء کال جولايي په مياشت کې په قاهره کې په داسې حال کې مړ سو چې په خونه کې يوازې ورسره خپله ښځه وه، د شاه جسد څو ورځې په قاهره کې پداسې حال کې پروت و چې هيچا د ښخېدو لپاره يو ګز مځکه هم نه ورکوله، مجبوراً شاه د يو رسم له مخې په خپل خوب خونه کې امانتاً دفن کړل سو.

د شاه قيصه د امريکايي دوستۍ او ارواه ښکاره مثال دی، امريکا چې کله له چا څخه کار اخلي کله يې په لويو رسنيو کې مرکې اخلي، کله يې رسنۍ د “ديموکرات، لبرل او مفکر” په لقبونو يادوي خو دا ټول هغو وي ترڅو د دوی ګټې پکې خوندي وي، د ګټې اخيستو وروسته امريکا د هغه شخص سره ډېر توهين اميزه چلند سابقه لري.

په همدې تړاو زموږ سره په درځنو مثالونه سته مثلًا…..
“اناس تاسيوسو” په نګاراګوه کې د امريکا په ډالرو او اسلحه د کميونيزم په وړاندي تحريک شروع کړ، تاسيوسو د پلار په ملتيا د امريکا دا جنګ خپل نظرياتي او قومي جنګ باله، يعني د تاسيوسو دوه نسله په نګاره ګوه کې د امريکا د مفاداتو لپاره وجنګيدل. خو په 1979 ء کې تاسيوسو لپاره حالات مشکل سوه، تاسيوسو د ملک څخه فراره سو. تاسيوسو ته ډېر کوښښ وروسته هم د امريکا د داخليدو اجازه ورنکړل سوه، امريکا دده ټول بانکي حسابونه منجمد کړل، تاسيوسو خپل ټول پاته ژوند په غارو او ځنګلو کې تېر کړ، همدې پريشانيو او غمو په 1980ء د تاسيوسو ژوند واخيست او د پيراګوايي په اسنشن ښار کې په ډېر سخت حالت کې ومړ.

“جنرل اګارتي اګستو پنوشې” د سي ايي ای په مرسته د چلي پر منتخب حکومت يلغار وکړ، پنوشي 17 کاله د امريکا په ګټه خپل اولس وځپلو خو 1990ء کې حالات ورته مشکل سوه او برطانيه ته فراريدو سره سم نظر بند سو، هغه محسوسوله چې د برطانيه حکومت به دی د چلي حکومت ته سپاري ځکه يې مسلسل د امريکا حکومت ته د برطانيه د چلند په اړه احتجاج وکړ خو امريکا هيڅکله د هغه ږغ ته ځواب ويلو تکليف ونکړ.

د شاه څخه نيولې د پانامه د “جنرل نوريګا ” چې څلويښت کلن بند باندې امريکا کې محکوم سو،”فرډي نند مارکوس” چې 22 کاله فلپائن کې د امريکايي ګټو لپاره وجنګيده، جنرل مشرف چې د مرګ پر بستر پروت د جلا وطنۍ ژوند تيراوه، ټول د ملت دښمنۍ او امريکايي دوستۍ ښکاره مثالونه دي.

د امريکا پخواني وزير خارجه هنري کسنجر په دې هکله څه ښه ويلي وه که تاسي د امريکا دښمنان ياست ستاسې د پاته کيدو امکان کم دی او که تاسې د امريکا دوستان ياست ستاسې د پاته کيدو امکان نسته.

ځکه خو پوښتنه پيدا کيږي، هغوی چې دا شل کاله د طالب او ملا په باب کې د امريکايي ګټو لپاره خدمت کړی يا يې کوي هغه به ددې خدمت پور څنګه پرې کوي؟!
څوک به سياسي يتيمان کيږي؟‏ څوک به جلاوطنه کيږي؟ څوک څوک به څنګه څنګه د امريکايي دوستۍ پور پرې کوي؟راځئ چې دا پوښتنې راروان وخت ته پرېږدو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ښاغلی صاحبزاده، سمه ده، خو دېته دې پام اوسه چې دا ټوله لوبه له پيله تر پايه د پښتنو لپاره ده. را به شو زموږ جهادي وطالبي اړخ ته، له حکمتيار سره همدې پاکستان څه وکړل؟ د سټينګرو په معامله و حسابۍ کې يې پرې ټول پاکستان سره تبۍ کړه او بالاخره د خميني غېږې ته يې وروغورځوه. هلته ورسره بيا د پښتو او فارسي د ژبني چلند په تړاو څه وشول چې ايران هم ورته سور اور شو او بيرته افغانستان وپاکستان هغه هم په پښتني سيمه کې پټ شو او پنجاب ته يې ورتلو ته پرې نه ښوو.… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

صاحبزاده صاحب ډیره معقوله تبصره دی پرکفارولیکلی ده ماپه امریکا،لندن،جاپان اوجرمنی کی کارکړۍ دۍ ټول دغسی دی چه کارورسره کوی تروروڼوهم خواږه دی کم وخت چه دکاره ولویدی بیاکه پاچاوی که صدریعظم وی که هرڅونه توریالۍ وی دوی ته دیوی خاشی ارزښت نلری حیران به سی چه داخوهغه خلک ووچه زماسره به یی مینه اودوستی کوله اوس بیخی ماپیژنی هم نه داټول کفاردغسی دی ما۴۰کاله کارکی کړۍ دۍ تعجبه دغه زموږبیضمیروته یم دقومیت ملت اووطن څنګه ورته پردۍ سوۍ دۍ ماته خوهردملت اوقوم انسان داسی خوندراکو ی چه وایم په زړه کی مواچولۍ وای په مجلس اومینه یی نه مړیږم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x