نظــر

د بهرنيو ځواکونو د وتلو ځنډېدل او پايلې يې«دوهمه برخه»

بریال پاسنی

ناټو او شریک باڼي یې Partnersچې ټول بې له امریکا پنځه دیرش هیوادونه کیږي خپل (۷۰۰۰)عسکر په درې څلور ورځو کې بې له کومې لویې ستونزې ایستلای شي. نو منطقي ده چې فکر وکړو چې امریکایان د تفاهم د نه موجودیت په صورت کې د طالبانو په مقابله کې خپل ځان تر دې نور کمزوری کول نه غواړي، بلکه برعکس د خپل موقف د نورې تقویې په فکر کې دي. نو په غالب ګمان د دوی د خروج عملي ستراتیژي به له لاندې څلورو حالاتو خالي نه وي.

۱:له طالبانو سره تفاهم او د تفاهم په مقابله کې طالبانو ته امتیازات ورکول:
د بایډن له انذاره ډک کلمات چې طالبانو ته په خارجي قواو د حملو څخه خبرداری ورکوي د رواني یعنې روحي جګړې یوه برخه او د سیاسي او نظامي دړکو په نوم یوه زړه ازمویل شوې نسخه ده چې صرف او صرف دفاعي موخې لري. امریکایان غواړي چې طالبان بیرته د جګړی میدان ته ور ونه ګرځي او دا چې امریکا ته وخت ورکړي چې خپل پلان شوی خروج په امن او ډاډه زړه عملي کړي.
که څه هم چې د انګریزانو پخوانی ریکارډ په افغانستان کې دا ښایي چې دوی د تیښتې په وخت کې د خپلو سرونو د ساتلو لپاره له سختې ویرې ډیر سخت تاوانونه اړوی،(په ۱۸۴۱ کال کې انګریزانو د خروج په مهال د کابل – جلال اباد په لار پراته کلي له ویرې په توپونو وویشتل)د دښمن مخې ته د طلاوو ټوټې د فدیې په حیث نذرانه کوي او غوړې غوړې وعدې په راشپیلونو بادوی. امریکایانو هم د جرمني څو ښارونه چې هلته هیڅ ډول نظامي تحرکات او حربي مصانع موجود نه وه د جرمني له تسلیمۍ وروسته خدای خبر په کوم دلیل له خاورو سره خاورې کړل.

که چېري دا احتمال موجود وي چې تاريخ تکراريږي او څه امتيازات خصوصا هغه څه چېپه انساني عنصر مشتمل وي او د ارواحو په خوندي کولو انجاميږي ميسر وي په منلو کې يې حرج نه ښکاري. د بنديانو خوشې کول، له تور لسته د نومونو ايستل ، د شپنيزو عملياتو درول او داسي نور په دي جمله کې راتللاي شي.منل يي ځکه مذموم نه دي چې عام باور دادی چې طالبان د يو Fait accompli(عمل انجام شده و غير قابل برګشت) په مقابل کې قرار لري. په خروج کې ځنډ د يو طرفه تصميم محصول دی چې د عواقبو مسؤليت يې دوی ته نه راجع کيږي.

2: د اګست تر وروستۍ هفتې پورې په افغانستان کې د خپل موجوده طاقت ساتل:
فکر کيږي چې د قواو عملي خروج به خصوصا د طالبانو سره د تفاهم د نه موجوديت په حالت کې که واقع کيږي. يواځې د اګست په وروستۍ هفته کې صورت ونيسي او هغه هم په دې شرط چې امريکايان موجوده قواوې د خپل امنيت د ساتلو لپاره کافي وبولي. ځکه د کال په لومړيو کې کله چې د رپورټونو له مخې د امريکايي عسکرو تعداد ۲۵۰۰ تنو ته را کښته شو ناټو له دې ويرې چې دا تعداد د خارجي قواو د حمايت او د ټول هيواد د پوښښ له پاره کافي نه دي، ډيرې بدي ورځې شروع کړې.

په دې اساس ويلای شو چې يواځې نيوزيلانډ چې په هيواد کې فقط شپږ سرتيري لري شايد خپل سرتيري د مۍ په لومړۍ نېټه له هيواده بهر کړي. دا چاره که صورت ونيسي يوه استثنا ګڼل کيږي ځکه چې د نيو زيلانډ دا موقف چې دوی به خپل سرتيري د مۍ تر لومړۍ نېټې د دوحې د قرارداد مطابق له افغانستان څخه وباسي.
د بايډن تر اعلان دمخه نيول شوي او په مطبوعاتو کې خپور شوي دي. په دې اساس د مۍ لمړۍ ورځ په حقيقت کې د قواو د خروج ورځ نه بلکه طالبانو ته د قواو د خروج په باره کې د امريکايي لوري له معنی ډک يو سمبوليک پيغام دی چې په وسيله يې امريکايان د خپل نيت، جديت او رښتينولۍ افاده کول غواړي.

3: د قواو زياتول:
د امريکې طاقت په لوژستيک کې دی، په سرعت سره د قواو زياتول او کمول د امريکې د وس خبره ده، امريکايان د خپل عظيم لوژستيکي طاقت او د عصري ټکنالوژۍ په مرسته ګرمې او لنډې جګړې په منډه ګټلای شي خو اوږدې او فرسايشي جګړي بايلي. نظامونه چپه کولای شي خو د ولاړو خلکو په مقابل کې د اوږده وخت له پاره دريدلای نه شي. دا هغه څه دي چې طالبانو ثابته کړې او امريکايان يې هم مني.

بايډن دې مطلب ته په اشاره په خپله پوښتنه کوي تر کله، څو ميليارده ډالر نور وايي جګړه ډيره اوږده شوه. مونږ د خروج له پاره ايډيال شرايط نه شو برابرولای. مونږ خپلو اهدافو ته رسيدلي يو او داسې نور. مطلب دادی که د امريکايانو په حساب موجوده قواوې د تعداد په لحاظ کافي نه وي او له طالبانو سره تفاهم هم نه وي موجود نو د خپلو قواو د خوندي ساتلو له پاره لکه څرنګه چې اوازې دي نورې لارې هم لټوي.

بايډن نه غواړي چې نظاميان يې تلفات وويني او هغه هم په داسې حال کې چې د تېر کال يعنې د ټرمپ د رياست په وروستي کال کې د امريکايي نظاميانو د تلفاتو اندازه صفر وه. دوی ته د قواوو زياتول او يا په هيواد کې په امنيتي کمپنيانو پورې د اړوند مرتزقه جګړه مارانو چې تعداد يې په هيواد کې د کال په شروع کې تر دېرش زرو تنو اټکل کيده، تنظيم او بسيج کول ګران کار نه دی.

4: له لرې ځايه د جګړې دوام:
که څه هم چې دا نظريه زړه ده خو اوس د تکنالوژۍ د پيشرفت له وجې ددې ډول جګړو امکانات ډير دي او ګرانه هم نه تماميږي. کلنټن هم يو ځل افغانستان له سمندره په توغونديو وويشته او کافي ويجاړۍ يې را منځته کړ. له لرې جګړه که څه هم چې ويجاړی رامنځته کوي خو د مځکې د کنټرول په معنی نه ده.
نظامي فتوحات نظامي بوټان غواړي، علاوه پر دې دا ډول کړنې امريکايان په نورو هيوادونو کې هم تر سره کوي. په صوماليه، پاکستان او ځينو نورو هيوادونو کې يې دا ډول بريدونه کړي او دا لړۍ تر اوسه هم دوام لري. که څه هم دا ډول کړنې يوه داسي پديده ده چې د مملکتونو استقلال او ملي حاکميت په بربنډ ډول ګواښي خو متاسفانه چې نړۍ وال يې په مقابل کې چوپ او بې جوابه دي. دا په نړۍ وال تک سري نظام (چې اوس اوس له سترو چلنجونو سره مخ دي) پورې تړلي ظاهره د هغه نا خوالو له جملې څخه ده چې د نړۍ ډير ملتونه او خصوصاً خوار او ناچار ملتونه ورسره ژوند کوي او له ناچارۍ يې زغمي.

ب: د ماموريت قاطع Resolute Support Missionد قرار داد نقضول جزيي (الغاء)
دا د ناټو تر مشرۍ لاندې يو غير جنګي مشن دی. چې د عسکرو نظامي تربيه، نظاميانو ته مشوره او د افغانستان د دفاعي او امنيتي قواو سره مرستې کوي. دا مرستې د ناټو غړي هيوادونه او د هغوی شريک انډيوالان Partners يعنې هغه هيوادونه چې د ناټو غړي نه دي خو د ناټو په چوکاټ کې فعاليت کوي د ۲۰۲۴کال تر پايه په غاړه اخلي.

دا مشند ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې پيل او تر ۲۰۲۴ کال او له هغه ور ها خوا که دا معاهده د قرار داد د اصولو مطابق ختمه نه شي دوام کوي. د قرارداد د ختمولو طرزالعمل، د اختتام له پاره دوه کلن زماني چوکاټ او نورو اړوندو مسايلو په باره کې قانوني لارښوونې په قرارداد کې درج دي. دا قرارداد د ناټو له خوا د افغانستان له پاره د ناټو ملکي نمايندهMaurits R. Jochemsاو د افغانستان له خوا حنيف اتمر چې هغه وخت د امنيت مشاور وه دستخط کړي دي.

د دې مشن د تاريخي پس منظر له مطالعې څخه داسې معلوميږي چې د ۲۰۱۴ په جون کې د ناټو خارجه وزيرانو د Resolute Support Mission ( RSM) عملياتي پلان تصويب او په دغه عملياتي پلان پورې اړوند د status of forces agreement په نوم موافقه د اشرف غني او د ناټو د ملکي نماينده MauritsJochemsله خوا په کابل کې د سپټمبر په ديرشمه دستخط شوه چې بيا وروسته دا قراداد د ملل متحد د امنيت شوري بې له کومې مخالفې رايې د ۲۱۸۹ فيصله نامې مطابق تصويب او په افغانستان کې يي ددې نوي تاسيس شوي مشن (تجاوز)حمايت اعلام کړ.

ددي تاريخي تفصيل څخه مطلب دادی چې د Status of Forces Agreement او د امريکي سره امنيتي تړون چېBilateral Security Agreement (BSA) نوميږي د ماموريت قاطع له پاره اساس او قانوني چوکاټLegal Framework جوړوي.

د بايډن دې بيان دا قرارداد چې د افغانستان پارلمان هم تصويب کړی دی هم نقض کړ. بې له شکه د ناټو د قواو خروج تر ډيره بريده ددې قرار داد د پوچ کيدلو په معنی دي ځکه د قرارداد مرکزي نقطه په هيواد کې د قواو ميشت کيدل دي. برعکس مالي مرستې چې اندازه يې ميلياردونو ډالرو ته رسيږي او دی يې په خپل بيان کې دده او د ناټو د هيوادونو له خوا د جاري ساتلو ژمنې کوي په افغانستان کې د دوی د نظامي شتون صرف يوه ضمني پايلهcorollary ده.

کله چې اصل له منځه ځي ضميمه نه پاتي کيږي. مونږ ته دا وعدې، لنډ مهاله، تشې او صرف د ګوړې کنډوکی ښکاري چې د کابل حکومت ته يې بايډن په خوله کې ور اچوي. په هر صورت د نظاميانو د وتلو په صورت کې ددې مالي مرستو دوام په موجوده حقوقي چوکاټ او د موجوده کاري ميکانيزمونو مطابق او هغه هم د وسيع اداري فساد په موجوديت کې چې دولت يې تر ډيره بريده په مهار کولو کې ناکام دی ستر مشکلات زيږولای شي. البته ددې دا مطلب نه شي کيدای چې امريکايان به په هيڅ صورت ونه شي کولاي د حکومت سره خپلې مرستې له دې يا کومې بلې لارې جاري وساتي.

غني د دې پريکړې يعنې د قواو د خروج هرکلی کوي او اداره يې وايي چې دوی د طالبانو په مقابل کې له وطن څخه دفاع ته په کلکه متعهد دي. دوی دا هم وايي چې دوی دا توانايي لري چې بې له خارجي عسکرو له هيواد څخه دفاع وکړي او دوی عملاً اوس ۹۶ سلنه عمليات په خپله کوي.
نو پوښتنه چې ذهن ته راځي هغه دا ده چې دوی په هيواد کې د زرګونو خارجي قواو ساتل او تر يوې نامعلومې مودې پورې ميشت کول څرنګه په کوم دليل او د کوم غير جنګي هدف له پاره توجيه کوي.سياسيون او په دوی پورې تړلي ليکوالان يې هم استدلال کوي چې دا نوی حالت يعنې د خارجي قواوو وتل د غني د حکومت په ګټه دي او بالاخره د خارجي قواو خروج به د طالبانو په خواخوږو کې د کمي باعث شي.

که دا ادعاوې رښتيا وبلل شي او دا محاسبات درست وي نو بيا ولې د غني حکومت د قرارداد مطابق د قرارداد د الغا‌‌ء لپاره په خپله کلونه وړاندې اقدام نه کاوه. د طالبانو د خواخوږو په تعداد کې د کمښت تشويش هاغه وخت پرځای بلل کيدای شي چې دې حکومت خلکو ته د حکمرانۍ داسې يو ماډل وړاندې کړی وای چې په هغه کې د ولس پراخو پرګنو خپل مخ ليدلی وای. بمونه اورول او ولسي محبوبيت نه سره جوړيږي.

جمهوريت مخکې له دي چې طالبان يې رد يا تاييد کړي، دده د څنګ يارانو څلويښت کاله پخوا په لغته وهلی او د ديموکراتيک په مختاړي يې پيکه او حتی د نفرت تر سرحده بد رنګه کړی دی.

د حيرانتيا خبره ده چې حکومت د RSM د تړون د نقض چې غني او اتمر يې له سترو طراحانو ګڼل کيږي هرکلی او احترام کوي. هرکلي او احترام هغې فيصلې ته چې په هغه کې د دوی خپلې امضاګانې له اعتباره غورځي. دا ډول احترام يواځې د صوفيانه مينې او محبت په فضا او انتها کې تصور کيدلاي شي. د کابل د اداري مينه د امريکايي واکدارانو سره تر دې حده رسيدلې چې مثال يې مونږ يواځې د رحمان بابا په شعر او د قمر ګلې په اواز کې اوريدلي چې وايي:
داسې دوه ياران به چا ليدلي نه وي
چې يو يار ورته کنځل او بل دعا کړه

ج:په بين الافغاني مذاکراتو د دوحې د تړون د نقض تاثيرات:
د دوحې تړون نقضول په بين الافغاني مذاکراتو مستقيم او لږ تر لږه متناسب تاثيرات لرلای شي. که منطقي فکر وکړو د طالبانو او حکومت ترمنځ د مذاکراتو د لړۍ پيليدل د دوحې د تړون مستقيمه نتيجه ده. کله چې د دوحې تړون نقض کيږي او طالبان دا نقض د نقض په معنی واخلي نو بيا د بين الافغاني مذاکراتو دوام ته اميد تر هغې چې د نقض د اصلاح او ترميم لپاره که امکان ولري کوټلي ګامونه پورته نه شي د طالبانو د نه شناخت په معنی دي.

په دې تازه ورځو کې د ترکيې د کنفرانس په باره کې د طالبانو د نه برخې اخستو ر‌پورټونه خپاره شوه چې په هغه کې د دوی نه اشتراک مستقيماً د امريکايي قواو په خروج پورې تړل بلل شوي وه. ښکاري داسې چې دا تګلاره به په موجوده حالت کې همدا ډول دوام وکړي او د بين الافغاني مذاکراتو موضوع د اوس لپاره بل وخت ته پاتې ده. طالبان داسې بريښي چې لومړی له امريکايانو سره خپل حساب تصفيه کول غواړي.

دا چې نقض جوهري نه بلکه ظرفي دی، په دې معنی چې نقض د تړون مرکزي نقطه(يعنې د خارجي قواو د خروج مساله)يواځې او يواځې له زماني دريځه ګواښي. د تفاهم امکان نا شونی نه بريښي. په دې معنی چې امريکايان کولای شي چې طالبانو ته په ځينو خاصو ساحو کې چې طالبانو تشخيص کړي وي د امتيازاتو ورکولو په بدل کې تر سپټمبره د امريکايي قواو د تمديد مساله پيشنهاد کړي.

د بايډن په پيغام کې بدي يواځې د خروج د نيټي په تعويق پورې منحصره نه ده بلکه دې ته هم کتل کيږي چې دا پريکړه بيخي يو طرفه ده او انساني مشاعرو او احساساتو ته په کې هيڅ پام نه دی شوی. که له دې تګلارې يعنې تفاهم سره پراخ موافقت موجود وي نو بيا د سرعت عنصر په سرعت مطرح کيږي. دا د مياشتو او کلونو خبره نه ده. دستي حل غواړي. بهتره ده چې دا کار د مۍ د مياشتې له شروع څخه دمخه تر سره شي. د تفاهم د رامنځته کيدو له پاره د يو څو هفتو دا خلاصه کړکۍ که ګټه ترې پورته شي دا پوتنسيل لري چې يو ځل بيا د دوحې پروسه ژوندۍ او بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

د امريکې تير نژدي تاريخ ته په کتو داسې معلوميږي چې امريکايان د باور وړ خلک نه دي. په تيرو څلور پنځه کلونو کې د امريکايانو ټوله سياسي انرژي د بين المللي قراردادونو په الغا‌‌ء، ابطال او دوباره اعاده کيدو تيره شوې ده. له ايران سره موجوده سرخوږي د همدغې بې ثباتۍ مستقيمه نتيجه ده. د دوحې د تړون نقض د باور فضا خورا خړه پړه کړې ده چې بيرته لارې ته راګرځول يې رښتينی کوښښ غواړي.
په وعدو نه دريدل ناورينونه رامنځته کولای شي او د بې دينه او لادينه خلکو خصلت دی.

نتيجه:
د مۍ د مياشتې څخه وروسته په افغانستان کې د خارجي قواو د پاتې کيدلو تصميم په سختو ټکو د غندلو دی. دې تصميم د طالبانو او امريکايانو ترمنځ ترينګلي اعتماد ته پخه ضربه ورکړه. امريکايان دا لومړی ځل نه دي بلکه د کلونو راهيسې او په زياتيدونکي ډول له خپلو بين المللي وعدو په شا کيږي.

دا ليکنه فقط او فقط د همدي ساګاSaga يوه کوچنۍ برخه ده چې په نمونو يې د امريکا تازه تاريخ ډک دی. د دوحې د تړون نقض، که څه هم چې په نهايت کې يواځې د افغانستان ولس ته زيان رسوي، يواځې د طالبانو اعتبار ته نه بلکه د ملل متحد په شمول د ټولې بين المللي ټولنې پرستيژ ته صدمه ده.

په کار ده چې ټول يې په شريکه د نجات لپاره هڅې وکړي. دا اميد ساتل چې طالبان به بې له تفاهمه جګړې ته بېرته نه ورګرځي او فکر به کوي چې هيڅ نه دي پيښ شوي مطلقه سياسي بې خردي ښکاري.
دې نقض د طالبانو او حکومت ترمنځ د مذاکراتو احتمالي پيشرفت ته ضربه ورکړه او د پيشرفت دا حلزوني خوځښت يې په ټپه د دريدو له خطر سره مواجه کړ. خليلزاد يې هم تت او وړوکی کړ. د بې اعتمادۍ واټن يې نور هم پراخ او ژور کړ چې ترميم يې وخت، قيمت او دپلوماتيک جرئت غواړي.
په هر صورت ژوندي ملتونه د خپلې بقا لپاره تر دې سختو سختيو ګاللو ته تياروي.
افغانستان يې که څه هم چې امريکايان يې ملت نه بولي ښه نمونه ده. د استعمار سره ډغرې او د امپراتوريو د هديرې د لقب خپلول کافي دليل دی چې د نړۍ دا ناځوانه زبرځواک چې ځواني نه پيژني له پرديو جوړ په پردۍ خاوره جوړ دښمن مونږ ته د ملت په حيثيت چې له ازادۍ سره مينه لري قايل شي.

ومن الله التوفيق

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x