شعـــــرونه

دلته نور ګلونه هم سته/جهاني

عبدالباري جهاني

باغ به لاښ بهار به تېر وي دلته نور ګلونه هم سته
سوځېدلي به وي څانګي د ګل نور تخمونه هم سته

دلته یو ګل چي زمولیږي سل به نور درته ټوکیږي
یو ارغند به وي سوځلی زر یې نور باغونه هم سته

رقیبانو به وي وړي د رویبار د پلونو نښي
دا کوڅه په موږ ودانه دلته نور ګامونه هم سته

هوښیاري درلره بویه یو صیاد نه دی چي ولاړی
دا محل دی د ښکاریانو دلته نور دامونه هم سته

محتسب به وي لوټ کړی د رندانو د شپې بزم
لا په خُم کي می باقي دي دلته نور جامونه هم سته

نن مستي کوه زاهده چي سبا نوبت پردی دی
جام به مات صراحي تشه مګر ډک خُمونه هم سته

له زلمو به تش میدان وي نه به توره نه به ډال وي
نه میرویس نه به خوشحال وي مګر نور مړونه هم سته

رقیبان به دي کاڼه وي په دوو سترګو به ړانده وي
یو د توري شرنګ خو نه وو دلته نور ږغونه هم سته

توري شپې به سبا کیږي سر پر سر به کیسې کیږي
یو ادم او رباب نه وو دلته نور نکلونه هم سته

جهاني چي دا جهان وي ستا قلم ستا به دېوان وي
دا یوه غزل خو نه وه دلته نور شعرونه هم سته

عبدالباري جهاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x