نظــر

د دوحې تړون د ماتولو بې خیرۍ کې خیر؛ طالبان بايد څه وکړي؟

محمد طاهر ثابت

اوس چې امریکایانو د دوحې تړون مات کړ نو راځئ هغه په بې خیرۍ کې خیر وبولو. بې خیري په دې چې نور به اشغال اوږد سي او د ډېرو مسلمانانو وینې به توی شي. خیر په دې چې د دوحې تړون دوهم او نوی ټوک به لاسلیک شي.

مونږه وایو چې طالبان باید په نوي او ښه تړون باندې اصرار وکړي.
ټوله نړۍ نن سبا ننواتې کوي چې طالبان دې د ترکیې په غونډه کې برخه واخلي. د نابغه رئیس، ارګ او د استعمار په لاس نور کینول سوي اداره چیان د خپلو بادارانو خبرې تایدوي.
تراوسه لا نده معلومه چې طالبان به څه تصمیم ونیسي. ایا هغوی به له امریکایانو سره ټول تعلقات پریک کړي او که به له هغوی څخه د نوي تعهد نامې غوښتنه وکړي او د تعهد نامې بندونه به د دوحې له اول تړون نه زیات او واضح وي.

مونږ خو وایو چې طالبان باید اوس د امریکایانو څخه نوی تعهد واخلي او هغه د دوحې د تړون ضمیمه وبولي. دا تعهد په دې چې طالبان هغه د دوحې تړون مات سوی بولي او امریکایان یې په خپلو شیطاني خبرو کې مات نه بولي. نو یو خدای د شیطان له دماغه خبر دی. دا چې د دوحې تړون بیرته راژوندی شي، نو په هغه کې ساه پوکول باید د امریکایي تعهداتو سره یو ځای راشي.

طالبان باید دا پورته یاد سوی تعهد د ټولو خبرو پیل کولو اول شرط وبولي. پدې ډول باید امریکان وپوهول شي چې د طالبانو هر تعهد باید د امریکایانو د تعهد سره سم وي او یوازې همداسې متقابل تعهد باید د منلو او تعمیل وړ وبلل سي. متاسفانه د دوحې درې ماده يي تړون همداسې مساوي تعهدات نسي تضمینولای.

د دوحې تړون یوازې درې مهم ټکي لري:
د پردیو قواوو وتل، د سولې حکومت راوستل او د طالبانو تعهد چې له افغاني خاورې به په امریکایانو د حملو امکانات نه وي.
دلته دا ندي ویل شوي چې کومې قواوې به باسي او بیا به د افغانستان په صحنه کې امریکایان خپل خره او اسان نه اخلي او نه به یې تربیه کوي او په هیڅ صورت به بیا نه اخطارونه ورکوي او یا د افغانستان خاوره به د خپل زور میدان ګرځوی او دافغانستان په هکله به هیڅ بندیز نه راوړي او یا به یې نه تقویه کوي.
سیاسی متخصصین کولای شي نور داسې ټکي ووایي چې د افغانستان دیني، سیاسي، اقتصادي او علمي استقلال تضمین کړي.

طالبان باید هڅه وکړي د لاندې لیکل سوي خطرو مخه ونیسي:

د سیپتمبر څخه وروسته د امریکایانو ډول ډول مداخلې نزدې یقیني خبره ده چې هغه هم د کابل زورواکی مشر اعلان کړي او هم امریکایانو. نو په همدې دلیل د دوحې د توافقنامې بند، چې د امریکایي امنیت او هغه ته د طالبانو له ضمانت نه خبره کوي، باید د متقابل امریکایي ضمانت سره مل وي. ددې لپاره لازم تعهدات باید له امریکایانو څخه واخیستل شي چې هغه دادي:

۱: طالبان باید له امریکایانو وغواړي چې هغوی او د ناټو غړي ټول خپل خلک له افغانستانه وباسي. هغوی نور باید د خپلو قراردایانو، چې ۱۸۰۰۰ ویل سوي، لپاره هیڅ اجازه ورنکړي او په خپل سفارت کې محدود خلک ولري.

۲: امریکایان او ناټو باید د دوی په لاس د کینول شوي حکومت تایید ونکړي. په دې هکله ټول هغه تړونونه چې د اشغال په وخت کې لاسلیک شوي دي غیر قانوني او ملغي وبلل سي.

۳: اوسنۍ اداره باید هیڅ کومک لاسته رانوړي. دا کومکونه که مالي وي او که نظامي وي او یا سیاسي او حقوقي. پدې هکله پوخ تعهد باید لاسلیک شي.

۴: امریکایان باید د افغانستان په راتلونکي نظام باندې د هیڅ تبصرې، ملامتي او ضعیفولو حق ونلري.

۵: امریکا باید په کابل کې د ارګ میشته خلک دې ته اړ کړي چې نور د سولې خنډ نشي.

۶: امریکایان باید تعهد وکړي چې خپل متعهدینو ته او نورو دولتو ته، چې د دوی نظامي اډو ته اجازه ورکړي او یايې ورکوي، خبرداری ورکړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې هیڅ مداخله ونکړي. که نه، د هغوی مداخله به د امریکا مداخله بلل کیږي.

۷: امریکایان باید د افغانستان په مقابل کې هیڅ منطقوي سیال تایید نکړي. داسې تایید باید هر اړخیز وي چې کیدای شي هغه په بین المللي او یا منطقوي خبرو کې ظاهر شي.

کیدای شي یو لړ کسان د خپل ځان او غلا سوي املاکو په خاطر د افغانستان لپاره د همیشني سرطان په توګه پاته سي. طالبان باید د دغو کسانو امنیت د امریکایانو په غاړه ورواچوي.

امریکایان دې ددې کسانو لپاره د مهاجرت امکانات برابر کړي ترڅو افغانستان د دوی له شره خلاص سي.

هیله ده په دې هکله نور آزادي غوښتونکي مفکرین خپل ګټور نظرونه شریک کړي.

ومن الله التوفیق

د اسلامي او آزاد افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

امریکایان پړ دي په نړیوالو اصولو او د دوحی تړون لمخي نور نو باید طالبان انتظار وباسي چې دښمن زارۍ وکړي او سولی ته میلان وښيې که د استانبول غونډه هم د مسکو د غونډی په څیر د جمهوریت لپاره کمپاین شې هغه وخت به بیا طالبان چاسره او چیرته کښیني اوس خو یې بهانه جوړه ده اشغالګر ندي وتلي بندیان ندي خوشي شوې تورلسټ هم نده سپین شوي تر ټولو بده لا دا چې د تیرو ۲۰ کلونو په موده کی په لاس راغلي د سولي فرصت او یوکلن زحمت یې ټول په اوبو لاهو کی پداسي شرائطو کی… نور لوستل »

طاهر ثابت

ډاکتر سیب مننه ستا له نظره. که غوټه په ګوتو خلاصیږی نو بیا یی په خوله خلاصولو ته ضرورت نسته. رمونږ لکنه داوسنی بیړنی وخت لپاره ده. طالبان به ترفشار لاندی وی او لا به هم دوام وکړی. نو دترکیی یا داستانبول له خبرو نه مخته طالبان باید اول امریکا اړه کړی چه ددوحی تړون بیرته ومنی او له هغه سره یوځای پورته لیکل سوی مواد باندی اضافه کړی. که خدای ناخواسته خبره جنګ ته رسیږی نو بیا طالبان باید ددوحی تړون لغو کړی چه بیا وروسته طالبانو ته په بین المللی قانونی ادارو او یا نورو خبرو کی سردرد… نور لوستل »

ډاکټر احرار

زما همدغه نظر د چې د دوحی تړون مات نشې بیا نه یوازی استانبول بلکي په هرغونډه کی باید ګډون وشې زما نظر داده که د دوحی تړون ماتیږي بیا د استانبول غونډه ثمر تلري لکه د مسکو وروستی ناسته چې یوازی د جمهوریت په ننګه تمامه شوه
مننه قلم او نظر دی دواړه د ستایلو دې

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x