نظــر

هند، کرونا او له افغان مظلوم ولس سره ظلم!

حبيب حقيار
تاسو ټولو ته به بهتره معلومه وي چې هر کله د صلحې خبرې چټکې شي نو هند په کې خپل اصليت او دښمني لا روښانه کړي.

دوی چې په هند کې لکه د چين په څير مسلمان ته حتی د قربانۍ سزا هم مرګ ټاکلې نو هر وخت په افغانستان کې خپله لاسوهنه کوي او نه غواړي چې ننی مظلوم او محکوم افغان ولس چې د پروني امپراطور احمدشاه ابدالي او سلطان محمود غزنوي اولاد ده يو خپلواک او اسلامي نظام سره ژوند وکړي.

په هندوانو کې مشهور متل ده وايي چې:
(بگوان کے گھر میں دیر ہے لیکن اندہیر نہیں)

اوس د شپي لس نيمي بجې مې د هندوستان يو خبري چينل ټي وي 9 بهارت کاته نو د الله يو عظيم عذاب کرونا داسې محاصره کړي لکه افغان ولس چې ناټو او امریکا محاصره کړې.

د هندوانو د جنازې سوځولو ځای (شمشان گاٹ) کې دومره جنازې وې چي فقط د يوه جسد سوځولو ځاى پاتې وه او دوه جنازې وي چې د مړو يا جنازو د کورنیو د غړو ترمنځ اخ و ډب وه.

يوه ويل مونږ خپل جسد سوځولو ته ورکوو او بل به ويل چې مونږ يې سوځوو.

اخر کار پوليس راغلل او مشکل يې حل کړ:
هند يو له جابر او تکبر لرونکو هيوادونو څخه دی. د برما کودتا خير، د چين ظلم پر مسلمانانو خير، په کشمير کې د مسلمانانو قتل عام خير لکن اوس دوی غواړي خپل ناولی او مردار سياست د افغان مظلوم ولس وژلو ته راواړوي.

له يوه طرفه د غني او صالح نوې طرحه چې د کابل ناامنه کول او وسلو وېش دی او له بله اړخه بيا د خپلواک او اسلامي نظام سره د هند مخالفت به ان شاﺀالله دغه د مودي فرعوني نظام لا وشرموي.

د کرونا واکسین او ټيکنالوژۍ سره سره نن هند کورونا محاصره او په ګونډو کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x