نظــر

د ترکيه غونډه او که د ناټو ګېم!

حبيب حقيار
له کله راهیسې چې د امريکا او طالبانو خبرې په قطر کې کامیابې شوي، خصوصاً څو وارې د بندیانو تبادله  طالبانو ته د لا زيات مشروعیت باعث شوه.

ډيرې ټاپي او مهرونه په طالبانو ولګيدل، چا ويل د پنجاب غلامان دي، چا ويل د روس غلامان دي او چا ويل د ايران غلامان دي.
دا چې طالبانو له اول سره خپل سياسي واک خپلواک او د پرديو له اغيز لرې په قطر کې ثابت کړ نو هغه د  غلامۍ ټاپې او مهرونه دروغ ثابت شول.

کله چې د اوباما چارواکو د خپل نظامي عسکر د خلاصون مرحله له طالبانو سره په کاميابۍ سرته ورسوله نو لا روښانه شوه چې پنجاب او  راحيل شريف څه حيثيت او اغيز لري!
يعنې که د پنجاب او نني باجوه اثر او واک واى نو بغير د يو درجن طالب زندانيانو چې د ګوانتانامو څخه د امريکايي عسکر په بدل کې آزاد او نن د قطر د سياسي دفتر غړي دي نو پاکستان يا پنجاب کولاى شول چې د خپل واک او اثر ښکاره کولو لپاره يې بغير د تبادلې امریکا ته سپارلي واى.

وخت او حالات تل بدلون کوي، غربي رسنیو تل د افغانستان جنګ استخباراتي تعريفوه مګر د وخت په تيريدو او د قطر تړون چې د مذاکراتو په جريان کې پاکستان باټې کولې چې طالبان مونږ خبرو ته کينول وغيره وغيره مګر کله چې طالبانو په کابل ښار کې په امريکايي ځواکونو موټر بمب چاودنه وکړه نو طالبانو نړۍ، ناټو او امریکا ته لا روښانه کړه چې طالبان به د افغانانو حفاظت کوي که هغه په قطر کې سياست دى او که په افغانستان کې نظامي انتقام.

دا چې د امريکا او طالبانو د خبرو دوام او اختتام په قطر کې وشول نو غربي استخبارات بيا يوه پخوانۍ ډارمه او ګيم په لاره اچول غواړي.

پرون که د روسانو د شکست نه وروسته مجاهدینو ته پاکستان په پاکستان کې حکومت وټاکه او بيا ورپسې امریکا او ناټو په بن کې حامد کرزى او دا نور د قهرمان صيب ټلوالې ته حکومت وټاکه نو افغانان او نړيوال پوه شول چې د پاکستان او بن لخوا حکومت ټاکل يعنې د پردیو غلام حکومت.

نن امريکا او ناټو غواړي چې په طالبانو هم د غلامۍ ټاپه رسمي او مشروعیت ورکړي ځکه چى ترکيه په نوم اسلامي هيواد چې د ناټو تر چتر لاندې نظامي اشغالګر، په سومالیا، عراق، سوريه، ليبيا او حتا د فلسطين د مظلوم ولس له قاتلينو يعنې اسرائیل سره دوستانه اړيکې لري څنګه دا همت او جرئت کولاى شي په يوه وخت دوه کاره چې امريكا ورته سپارلي؛ وکړي.
اول له ناټو سره په ګډه زمونږ د هيواد اشغال او دوهم د صلحې پروسې څخه سوﺀ استفاده او د غلام حکومت جوړولو ګيم.

طالبانو ته مشوره!
طالبان بايد خپل سياست خپلواک او د افغان مظلوم ولس آزادۍ او خپلواک اسلامي نظام جوړولو ته منحصر کړي.
پرون چې اشرف غني او عبدالله ويل چې د روسیې او ترکیې غونډې په قطر کې د مذاکراتو بديل دَى.
مګر ولې نن سپينه ماڼۍ وايي!  چې د ترکيې غونډه د قطر د بين الافغاني خبرو بديل نده ځکه چې طالبانو خپل ګډون رد کړ.

طالبان بايد د غشي ځواب په غشي او د خبرې ځواب په خبرې او منطق ورکړي، ترڅو دا د هټلر ناجايز اولاد پوى شي چې پرون ناټو غربيانو د کوم مقصد لپاره جوړه کړې وه يعنې د کمونيزم او شوروي مخنيوى په اروپا کې هغه مقصد او برلين وال د افغان مجاهد ولس له برکته مات شول نو تر هغو چې غرب خپل سياسي او نظامي اشغال ختم نکړي طالبان بايد تر هغو د خپل ولس څخه مشروع دفاع وکړي.

د يو خپلواک او اسلامي راتلونکي حکومت په هيله.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x