شعـــــرونه

د عشق جمال/ بشارت

داد محمد بشارت

ستا د عشق شمال چې مې جانانه دی وهلی زړۀ
پاڼې پاڼې پاڼې د ژوند څانګې نه لويدلی زړۀ

روح مې  ډار او بيم واخلي د ړنګ وجود کنډرو کې
هسې مې تابوت وجود کې خښ دی لکه مړی زړۀ

کاش چې پۀ دې وارزي چې ستا د قدم خاوره شي
ځکه مې دې پښو ته لکه خاوره غوړولی زړۀ

کاش د احد جنګ کې مې د سعد او د طلحه تر څنګ
تا نه پۀ دفاع کې لکه ډال درته نيولی زړۀ

هېڅ د ژوند شېبه مې ستا له غم څخه خالي مۀ شه
وړي يې پۀ اوږو پۀ ټوله مينه ، نۀ دی ستړی زړۀ

اوس چې دې هم نوم واورم طايفه ! زړۀ مې څړيکه کړي
ځکه ستا بچيانو مې پۀ کاڼو دی ويشتلی زړۀ

اخ د کعبې زړۀ به نو ازار لا ورته نۀ کاوۀ …..؟
چا چې يې پۀ جبر لۀ سينې نه وو ايستلی زړۀ

ستا د هجر ګرمو شګو سوی  بې له اوره يم
ستا د بیلتانه سکروټو سم راته داغلی زړۀ

تا نه دې لوګی شي لکه سپانده ، نظر مات دې شي
تا ته دې ډالۍ وي بشارت درته بښلی زړۀ

داد محمد بشارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x