افغانستان

زابل کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۵ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د زابل ولایت په مرکز جلدک سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله لږ ترلږه ۱۵ تنه مسافر مړه شوي، چې ټول د ننګرهار د ولایت پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

دا پېښه پرون ماښام روژه ماتي مهال د کابل ـ کندهار پر لویه لارد  جلدک اړوند «خاران» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې له هلمند ولایت څخه کابل ته راتلونکي مارسډیز موټر له یو ټیلر موټر سره ټکر وکړ.

د زابل د ولایتي روغتون مشر ډاکټر نظیر حریفال وايي، په دغه پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي، چې ټول د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

په وژل شوو کې ۱۳ تنه یې د پچیراګام ولسوالۍ لاندې صبر او ۲ تنه نور یې د زمیرخیلو اوسېدونکي دي او شپږ تنه ټپيان هم د لاندې صبر دي.

که څه هم د زابل امنیتي چارواکي ددې پېښې او قربانیانو په هکله بې خبري ښيي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وايي، چې دغه کسان هلمند ولایت ته د مزدورۍ لپاره تللي او د بیرته راتلو پروخت د ترافیکي پېښې ښکار شوي دي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو د کیفیت خرابوالی هغه لاملونه دي چې د هېواد په لر وبر کې د ترافیکي پېښې لامل کیږي او هر کال زرګونو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x