افغانستان

د غزني د ناوې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د امنیه قومندان رحمت الله مبارز د وژلو خبر ورکوي.

چارواکي وايي، دوهم څارن رحمت الله مبارز غوښتل چې نن سهار دهیک ولسوالۍ ته ولاړ شي؛ خو په لاره کې یې د سپرلۍ په موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.

د ماین په دغه چاودنه کې رحمت الله مبارز له خپل ساتونکي سره وژل شوی او د سپرلۍ ټانګ یې هم ویجاړ شوی دی.

د ناوې ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار رحمت الله په داسې مهال د ماین چاودنه کې خپل ژوند بایلي، چې دوه ورځې مخکې د یادې ولسوالۍ د قطعې د قومندان په توګه هم ټاکل شوی ؤ؛ خو له ټاکلو یې اونۍ پوره نه وه چې ووژل شو.

دا په تیرو دوه ورځو کې دویم امنیه قومندان چې په غزني ولایت کې وژل کیږي. پرون شپه د غزني د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان جاوید پنجشیري هم له طالبانو سره د نښتې پرمهال وژل شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بس وژنی یو بل سره لکه # یو بل خوری. ماشاءالله د افغانان تر منځ جهاد ښه په درز کی روان دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x