افغانستان

داود لغمانی د فاریاب نوی والي ګومارل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې د فاریاب پخوانی والي نقیب الله فایق لرې او پرځای یې محمد داود لغمانی د نوي والي  په توګه ګومارلی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې محمد داود د حاجي نورالله زوی یې څلور ورځې وړاندې(۳۱ وري، ۱۴۰۰ل) د اشرف غني د ۳۲۸ ګڼې حکم له مخې د فاریاب د نوي والي په توګه مسئولینو ته ورپيژندلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب لرې کړل شوي والي نقیب الله فایق تیره ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د اشرف غني په مشرۍ له «جمهوري» نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له خلکو یې هم وغوښتل چې د سولې پروسه کې په اشرف غني باور وکړي.

ډاکټر نقیب الله فایق کابو درې کاله وړاندې د فاریاب د والي په توګه هغه وخت وګومارل شو، چې په فاریاب کې د حکومت ضد لاریونو زور اخیستی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x