افغانستان

دفاع وزارت: د امریکا او ناټو تجهیزاتو ته اړتیا لرو، هیله ده موږ ته یې وسپاري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا او ناټو د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو اعلان کړی، د کابل حکومت دفاع وزارت وایي، د امریکا نظامي تجهیزاتو او وسایلو ته اړتیا لري او په دې تمه دي چې هغوی به یې دتګ په وخت کې دولتي عسکرو ته وسپاري.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند «فواد امان» وایي «له شک پرته موږ دې تجهیزاتو او وسایلو ته اړتیا لرو او هیله لرو چې هغوی یې موږ ته وسپاري.»

د نوموړي په خبره، د بهرنیو عسکرو د وتلو په دوران کې به حکومت رسما له ناټو او امریکا څخه ددې تجهیزاتو د سپارلو غوښتنه وکړي.

ورته مهال د پوځي چارو کارپوهان بیا وایي، د امریکا  او ناټو نظامي وسلې او تجهیزات پرمختللي دي او هغوی به یې کله هم دولتي عسکرو ته ونه سپاري.

حکومت داسې مهال د امریکا  او ناټو نظامي تجهیزاتو ته په تمه دی، چې بهرنیو پوځیانو له افغانستانه د وتلو هوډ څرګند کړی او د نظامي توکو او تجهیزاتو په بسته کولو یې کار پیل کړی.

بهرني عسکر هغه توکي چې دوی یې له ځانه سره انتقالولای نشي، په بمونو الوزوي او له منځه یې وړي؛ خو دولتي عسکرو ته یې نه سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x