تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۱۰)- د قوماندانانو سرتاسری شورا

شهرت ننګيال

قوماندانانو هم چې د هېواد په پوځي او سیاسي حالاتو کې د نويو بدلونونو نښې ليدلې د نوښت په فکر کې وو، دوی داسې گڼله چې د جگړې زور او فشار پر دوی دی، خو لاسته راوړنې يې د جهادي مشرانو د اقتدار غوښتنې له سیاستونو قربانيږي، مخکښو قوماندانانو د قاضي امین وردگ کور کې خپلې لومړنۍ ناستې پیل کړې – تر هغې چې ۱۳۶۹ لمریز کال د ثور په ۱۷مه د پکتیا سرحدي سيمه (ژوره) کې د مولوی جلال الدين حقاني جهادي مرکز کې د قوماندانانو غونډه جوړه شوه په دغه غونډه کې نژدې ۴۰ قوماندانانو برخه لرله او د قوماندانانو د سرتاسري شورا په نامه يې د خپلو فعالیتونو اعلان وکړ.

قوماندان عبدالحق خبريالانو ته وویل: موږ خپل کار له غرونو، سنگرو او میدانو کې له جگړې پیل کړ، له مشرانو مو هم هیله وه چې خپله دنده او مکلفیت تر سره کړي، خو اوس داسې گڼو چې دا کار هم خپله وكړو، موږ خپلو مشرانو ته غاړه ایښې وه، خو دوی چې متحد نشول موږ مجبور يو خپله د ژغورنې لار ولټوو.
I . S . I له دغه پرمختيا هرکلی وکړ ، خو شورا ته يې د سیاسي رول مخه ورنکړه.
تنظيمو د يوې نوې ننگونې په توگه د قوماندانانو شورا مخالفت وكر.

مولوی خالص پیتر تامسن د قوماندانانو شورا په جوړېدو پړ او دغه شورا د جهاد د تجزیې هڅه وبلله، دده په خبره امریکا پر هغه رهبرۍ چې جهاد یې پیل کړی غواړي سترگې پټې کړي.

شیخ آصف محسني كوټه کې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: مولوی جلال الدين حقاني له سرتاسري شورا تر نامه لاندې جدا گوند هڅې پیل کړې دي.
دده په خبره د امریکا سفیر رابرت اوکلي وار له مخه کوټه کې ملا ملنگ سره کتلي او پر حقاني، عبدالحق، احمدشاه مسعود، قاضي امین وردگ او…. یې د جلا گوند جوړولو لپاره ګوته ایښې وه.

(فرئیر پوست ۲۴ فبروري ۱۹۹۱) د قوماندانانو سرتاسري شورا خپل تشكيلات ورغول، د سياسي کميسيون مشري یې احمدشاه مسعود ته ورکړه چې د ده په نيابت محمد يونس قانوني د کمېسيون چارې پر مخ وړې، د شورا سرپرست او د نظامي کمېسيون مشر مولوي حقاني وټاکل شو.
د شورا عمدة موخې پر يو وخت ټول هېواد کې پر ټاکلو پوځي تأسيساتو د گډو عملیاتو لپاره همغږي وه.
قوماندان عبدالحق، انورخان جگدلک، اختر محمد ټولواک، امین وردگ او گڼ د سرسر قوماندانانو په غونډه کې برخه لرله.
د قوماندانانو شورا دويمه غونډه چې د حکمتیار له تنظیم پرته د ټولو تنظيمونو ۳۰۰ مشهورو قوماندانانو برخه پکې لرله د ۱۳۶۹ لمريز کال د چنگاښ پر دویمه بيا هم په نوموړي مرکز کې جوړه شوه، غونډې درې ورځې دوام درلود، قوماندانانو هر یوه په سیاسي او پوځي پرمختگونو خبرې وکړې او د يوې ټاکلې ستراتېژۍ په جوړولو يې اتفاق راغی.

شورا پېښور کې دفترونه پرانیستل، مخابروي چېنلونه یې فعال کړل او د چارو پرمختگ لپاره يې د فعالیت هسته کېښوده، په ټول هېواد کې د پوځي پرمختگونو د همغږۍ لپاره ضرور وه له احمد شاه مسعود سره مخامخ خبرې وشي. هغه دې ته چمتو شو د پاکستان چترال ته نژدې په شاه سلیم کې د شورا د کمېسيون غونډه کې برخه واخلي. د دغه کمېسيون مشر مولوي جلال الدین حقاني و، له ده سره په کمېسيون کې قوماندان عبدالحق، قاري بابا، انور خان جگدلک، سید جگرن، قاضي امين وردگ، اخترمحمد ټولواک او گڼ نور قوماندانان شاه شليم ته ولاړل.
د پاکستان آی اس آی په څار کې و، په دغه غونډه کې د هېواد په ځينو برخو کې د گډو عملياتو خبره وشوه، چې پر يوه وخت به د هېواد په څو برخو کې همغږي بریدونه ترسره کېږي.

احمد شاه مسعود باوري و چې د قوماندانانو شورا به د خپلو پلانونو او اهدافو لپاره استعمال کړي، ده ظاهراً پاکستان ته له تلو ځان غړاوه، گویا پر آی اس آی يې خپل قیمت زياتاوه. د ده دغه ډول نازونو وزن پیدا کړ، مسعود، د مولوي حقاني او نورو قوماندانانو د ټینگار او احترام په ښوولو اسلام آباد او پېښور ته ولاړ، اسلام آباد کې يې له پاکستاني مقاماتو سره د پوځ دننه د خپل رول او نفوذ خبرې شریکې او هغوی د دغه راز په شریکولو دده ممنون شول، د پوځ دننه د رول لوبولو او نفوذ پر سر مسعود له ای اېس ای، درانه امتیازونه او امکانات تر لاسه کړل.

مولوي حقاني په حیات اباد کې احمدشاه مسعود او د ده ۳۰۰ ملگرو ته درنه مېلمستیا کې يو زغروال لنډکروزر سوغات ورکړ.
د باخبره ذريعو په وینا احمد شاه مسعود په اسلام اباد کې له امریکایي مقاماتو سره هم د خولې او تر یوه بریده د زړه خبرې شریکې کړې، ده په اسلام اباد کې د نورو غربي او عربي هېوادو له سفيرانو او رسنيو سره هم د هغوی د مزاج او طبعې بنډارونه ترسره کړل. مسعود پاکستان ته په تلو دوې نه بلکې ډېرې ګټې وکړې.
ملنګه دوه ګټې دې وکړې
يو دې خير ټول کړ بل دې وکړل ديدنونه
ده له پاکستان نه د پرېمانه امکاناتو او امتيازاتو په ترلاسه کولو سره د ډېرو نورو اړخونو پام هم ځان ته واړاوه.
مسعود په لومړي سر کې د قومندانانو سرتاسري شورا تائيد او ټينګ ملاتړ وکړ، تر دې چې په يوه مرکه کې يې وويل: د قومندانانو سرتاسري شورا په جوړېدو د نظار شورا فعاليت او تشکيلاتو ته اړتيا نه ليدل کيږي.

راتلونکی عنوان:
خوست د ټولو تنده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x