افغانستان

نورستاني: د دوهم پړاو ټاکنو د رايو بيا ارزونه پيل شوه

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۳): د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو د رايو بيا ارزونه نن پنجشنبه پيل شوه.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ډاکټر احمد يوسف نورستاني وايي، چې دغه رايې به د بهرنيو او کورنيو ناظرينو او د دواړو نوماندو د استازو په وړاندې ارزول کيږي.
نورستاني وايي، چې د رايو د ارزونې لپاره دمګړۍ دېرشو ټيمونو ته روزنه ورکړې چې وروسته به زیات شي. د نورستاني په وینا په درې اونیو کې به په ټاکل شوي ځای کې به د ټولو رايو بيا ارزونه کيږي.
د رايو ارزونه به له کابله پيليږي او وروسته به د ګردو ولايتونو رايې کابل ته را لېږدول کيږي او دلته د به د کورونيو او بهرنيو څارونکو تر څارنې لاندې ارزول کيږي.
ټاکل شوې وه، چې د رايو دا ارزونه بايد د دواړو نوماندو د موافقې په سبا پيل شوې وای، مګر د يو لړ ستونزو له کبله درې ورځې وځنډول شوه.

د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو د پايلو د اعلان پر مهال د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم اعلان وکړ، چې دوی دا پايلې نه مني، بلکې ټاکنې دوی ګټلي او خپلو پلويانو ته يې و ويل، چې ډېر ژر به خپل موازي حکومت اعلان کړي، مګر د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړتوب دواړه کانديدان دې ته تيار شول، چې ټولې رايې دې بيا وشمېرل شي او دغه پايلې به دواړه نوماندان مني او له هغې وروسته به ګډ ایتلافي حکومت جوړوي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور وايي، چې د دوهم پړاو د رايو ټول صندقونو شمېر دېرش زره دی، چې درې زره يې اوس مهال کابل کې دي او پاتې نور يې ولايتونو کې دي.

نور زياته کړه، چې د نوموړو صندقونو د لېږد پروسه به د افغان امنيتي ځواکونه، ايساف او ناټو پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x