افغانستان

د امریکا مرکزي قومنداني: د بهرنیانو د ملاتړ په نشتون کې دولتي عسکر پاشل کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا او ناټو په راتلونکو شپږو میاشتو کې له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی، د امریکا د مرکزي قومنداني قومندان «فرنک مک کنزي» وايي، د بهرنیانو د ملاتړ په نشتون کې له شک پرته دولتي عسکر پاشل کېږي.

مک کنزي د امریکا کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي، چې د امریکايي او ناټو پوځیانو له وتلو وروسته د حکومت د مقاومت په تړاو اندېښنې لري او شک لري چې دولتي عسکر به د بهرنیانو په نشتون کې حتی خپلې الوتکې د پروازونو لپاره چمتو کړای شي که نه.

نوموړي ددې تر څنګ د امریکايي پوځیانو په نشتون کې په کابل کې د امریکا د سفارت د ساتل کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې او د دولتي عسکرو د ملاتړ پر دوام یې ټینګار کړی.

دده په خبره، هڅه کوي له داسې لارو د دولتي عسکرو ملاتړ وکړي، چې د بهرنیانو حضور ته پکې اړتیا نه وي.

امریکا داسې مهال د دولتي عسکرو د پاشل کېدو خبرداری ورکوي، چې ناټو د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی.

ورته مهال حکومت بیا وایي، د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته حالت ته یې هر اړخیز پلان جوړ کړی  او له طالبانو سره جګړې ته چمتووالی لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

زه وطالبانووروڼوته داوایم تاسوچه خبری موپه دوحه کی له امریکایانوسره شروع کولی اودنن حالت کم تغیردداخلی کفارواوامریکایانوسره دبهۍ احساس کړۍ دۍ زماپه نظرنه دوی کوښښ کوی چه دغه داخلی کفار داشرفغنی ترسیوری لاندی پرافغانستان مسلط وساتی اوزموږوینی تویول عبس حساب کی زماپه نظریوه ورځ کفاروته موقع ورکول په خبرویانوروپلموزموږپه نقص دۍ کفاردګلبدین ترتسلیمیدودمخه لاوتل تاسوناحقه خبری ورسره شروع کی دکفارووعدی اوخپلوی اعتبارنلری ددغی کافردخبروپه باره کی فکروکۍ څه وایی آیاددوی اراده دوتوده دوی ته دی خبرولوی امیددپاته کیدوپیداکۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزی

عبدالمالک همت

رذيلو ښکېلاکګرو هيڅ نه سئ کولای، ځکه تاسي د افغان په شان د نر ګګر لغته خوړلې ده، او د هيواد په کورنيو چارو کي د لاسوهنو حق تاسي ته څوک درکوي؟ په دې اړه به يې هم ک…. کوئ، که نه پر دې خبرو به هم ارمان وکړئ. بس زموږ څخه لاس واخلئ .

محمد نعیم

فرنک مکنزي دي لمړی خپل ولس ته د هغه سنجاق حساب ورکړي چي د ده ادارې د امریکایانو په پیسو، دانه په ۳۰۰ ډالره رانیولی وو. بیا دي دا غټو غټو موضوعاتو ته راسي. پنټاګان د افغانستان د فاسد رژیم په غمکي نه دی ډوب بلکه د هغه بودیجې غم اخیستی دی چي د افغانستانه د امریکایي عسکرو وتلو وروسته د پنټاګان د استحقاقه څخه کمیږي. وایي د ماشومانو لوبي او د چوغکو مرګی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x