افغانستان

سپیدار د ارګ لخوا د فاریاب د والي ګوښه کول رد کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وايي، د نقیب الله فایق ګوښه کول ورته د منلو نه دي.

نوموړي د نقیب الله فایق د ګوښه کولو په اړه د اشرف غني د فرمان ردولو ترڅنګ ویلي، د خلکو له غوښتنې پرته د حکومت دغه سیاسي پرېکړه نه شي عملي کیدلای.

په ورته مهال په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي حشمت الله ارمان هم د حکومت لخوا د فاریاب  د پخواني والي نقیب الله فایق ګوښه کولو سره مخالفت څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی، که حکومت له خپلې پرېکړې شاتګ پر شا نه شي، دوی به یې پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل کړي.

باید وویل شي چې ارګ تردې وړاندې د یو فرمان له مخې محمدداود لغمانی د فاریاب د نوي والي په توګه اعلان کړی؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې د سپیدار ماڼۍ د مخالفت باوجود به وتوانیږي چې خپله پرېکړه عملي کړي او که څرنګه؟.

ډاکټر نقیب الله فایق کابو درې کاله وړاندې د فاریاب د والي په توګه هغه وخت وګومارل شو، چې په فاریاب کې د حکومت ضد لاریونو زور اخیستی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x