افغانستان

امریکايي ځواکونو د خپلو نظامي توکو تړل پيل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امریکایي او ناټو عسکرو د وتلو له اعلان سره په یو وخت امریکايي ځواکونو د خپلو نظامي توکو تړل  پیل کړي.

امریکا او ناټو تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ټول عسکر وباسي او په دې توګه په یاد هیواد کې خپل شل کلن نظامي حضور پای ته رسوي.

اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي، چې امریکايي ځواکونو د خپلو نظامي توکو او تجهیزاتو غوټه کول پيل کړي او تر خپل تګ وړاندې يې له سیمه ییزو قراردادیانو سره قراردادونه هم لغوه کړي دي.

یاد چارواکي وړاندې زیاته کړې، چې له افغانستانه وتلو ته چمتووالی روان دی او داسې ښکاري چې د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې وړاندې به د بهرنیو عسکرو د وتلو پروسه بشپړه شوې وي؛ خو دده په خبره، په دې دوران کې به د امریکایي ځواکونو شمېر تر هغه مهاله کم نه شي، تر څو پاتې پوځي اډې تړل شوې نه وي.

د سرچینې له قوله، امریکا به خپل نظامي توکي او تجهیزات د هوا له لاري او یا هم د پاکستان او منځنۍ اسیا د ځمکنیو لارو له لارې انتقال کړي او ځیني هغه توکي چې امریکا یې انتقالول نه غواړي، په ځايي قراردادیانو به وپلورل شي، تر  څو هغوی یې په ملکي مارکیټونو کې وپلوري.

امریکا داسې مهال د نظامي توکو او تجهیزاتو تړل پیل کړي، چې د کابل حکومت دفاع وزارت لا هم په تمه دی امریکا به خپل نظامي توکي دولتي عسکرو ته وسپاري.

د دفاع وزارت ویاند وايي، دوی به د بهرنیو عسکرو د وتلو په دوران کې له امریکا او ناټو رسما وغواړي، تر څو خپل یو شمېر نظامي توکي دولتي عسکرو ته پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

They might be clearing ASAP, if not, then beginning May first they have to take bodies back to their countries

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x