نړۍ

روسيه: ناټو په افغانستان کې ناکامه ده او طالبان لا هم پر پنځوس سلنه خاوره واکمن دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ناټو ايتلاف ماموريت ناکام بللی او زياته کړې يې ده، چې د ناټو له دوه لسيزو پوځي ماموريت وروسته لا هم طالبان د هېواد پر پنځوس سلنه خاوره واکمن دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ تېره اونۍ ويلي و، چې په افغانستان کې يې خپلې موخې تر لاسه کړي، اسامه بن لادن يې وژلی او القاعده ډله يې له منځه وړې ده.

اعلاميه زياتوي، چې د امريکا او ناټو د شل کلن پوځي ماموريت سربېره هم القاعده او داعش په افغانستان کې فعاليتونه لري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې راغلي، چې د ناټو په شتون کې د نشه‌يي توکو کرکيله او اداري فساد په بې ساري توګه زيات شوی، افغانستان لا هم د اسيا تر ټولو بې وزله هېواد دی او هر کال زرګونه افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

روسيه وايي، له شل کلنې جګړې وروسته امريکا وپوهېده، چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري، په داسې حال کې، چې د امريکا او ناټو په جګړو او بمباريو کې زرګونه افغانان وژل شوي دي او اوس په داسې حال کې، افغانستان پرېږدي، چې افغان پوځيان به ښايي د هېواد قانون برلاسي ساتلو وړتيا هم  ونه لري.

امريکا او ناټو تر اوسه د روسيې يادو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو ناټو او امريکا په افغانستان کې خپل ماموريت بريالی بولي.

د روسې د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د روسيې او لويديځو دولتونو تر منځ ډيپلوماټيک کړکېچ او ناندرۍ روانې دي.

تېره ورځ د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين لويديځو دولتونو ته خبرداری ورکړی و، چې له روسيې سره له ډغرو وهلو او د روسيې د سرو کرښو له تېرېدو ډډه وکړي.

پوټين خبرداری ورکړی و، که لويديځ له روسيې سره د ډغو وهلو هڅه وکړي، له داسې ځواب سره مخ شي، چې پخوا یې ساری نه وي ليدل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

روسیه دي په سوریه کي د خپل ماموریت په اړه حساب ورکړي. د افغانستان سره اوس د روسانو هیڅ سروکار نسته. وایي پوز پریکړي که شرم لرلای نو د چړې نوم به یې نه اخیستلای. هو که ایس یو وي دفع هوا سیسټمونه د خرځلاو لپاره لري، په تور بازار کي دي خبر پورته کړي، په هرات، هلمند، کندهار، غزني، میدان وردګ او کندوز کي سخته اړتیا ورته لیدل کیږي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x