افغانستان

کاپیسا کې د دولتي عسکرو د توپچي برید امله ۲ ملکیان«شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي د یوې ماشومې په ګډون د دوو ملکیانو د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو تیره ورځ د تګاب ولسوالۍ په «پشکړي» او «شاتورو» سیمو کې د خلکو په کورونو د هاوانونو مرمۍ توغولي، چې له امله یې د یوې ۸ کلنې ماشومې او یو نارینه په ګډون دوه تنه ملکي وګړي«شهیدان» شوي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x