ټولنیزه برخه

اسلامي نړۍ او اوسني مسلمانان!

جلال الدین تاجوال

په اوسنۍ نړۍ کې په کروړونو داسې انسانان شته چې ځانو ته مسلمانان وایي مګر کومه نړۍ چې مونږ ورته اسلامي نړۍ وایو د هغې بیلګه کټ مټ د یو ژوبڼ په څیر ده.

لکه څرنګه چې په باغ وحش کې د خبرو کولو ډول ډول حیوانات موجود وي او د ځناورو د بیلا بیلو ډولونو په منځ کې بل هیڅ شی مشترک نه وي، چې هغوی ټول په یو ځای کې اوسیږي، په اوس وخت کې ځينې اسلامي ټولنو کې د مسلمانانو اوسنی حالت هم کابو دې ته ورته دی، ځکه چې په دې کې ډول ډول وګړي راټول شویدي، په دوی کې داسې وګړي هم شته چې د الله ج په سپیڅلي ذات کې شکونه کوي.

ځینې یې له اخروي ژوند نه منکر دي او دا خبره نه مني چې له مرګه وروسته به کله هم د الله تعالی په وړاندې ددغه دنیوي ژوند حساب او کتاب وړاندې کوي، داسې وګړي هم پکې شته چې د ښو او بدو له هغه توپیر څخه منکر دي چې زده کړه او ښوونه یې اسلام کړې ده او غواړي د څاريو په څیر ژوند وکړي.

په دوی کې داسې وګړي هم شته چې د هغوی په وړاندې هغه لارې چارې درستې نه دي چې د اسلام مبارک دین يې د ژوند تیرولو لپاره ترسیموي او د خپلو خواهشاتو او غوښتنو سره سم يې د بشر په لاس جوړ شوو لارو او قوانینو ته مخه وکړه او هغه یې د اسلام په ترسیم شوي نظام غوره وګڼل مګر له دې ټولو سره سره بیا هم په ډیر ټینګار او شدت ځانونو ته مسلمانان هم وایي او د هغه حقوقو لاسته راوړل غواړي چې په یوه بشپړه اسلامي ټولنه کې یې یو ریښتنی مسلمان لري په دې ټولنه کې داسې وګړي لږ تر سترګو کیږي چې په رښتیا او هغه واقعي مفهوم مسلمان وي په کوم مفهوم چې اسلام یو شخص ته مسلمان وایي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

دا د یو مسلمان خولی خبره نه ده ، مسلمانانو او مسلمان نری ته ده ژوبڼ او حیواناتو خطاب د بی ادبی او بی ایمانی اخیری حد دی مسلمانانو ته په سپکه کتل او ویل ګناه ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x