ټولنیزه برخه

زکات/ شکیب

شکیب

یوه ملګري راته په خلیج کې د یوه چینايي انجینر کېسه کوله،  چې کوم مسلمان داعي ورته  د اسلام دعوت ورکړ.

وايي چینايي انجینر نه یوازې د داعي دعوت  قبول نه کړ، بلکې شدید عکس العمل يې ښکاره کړ او په قهرآمیزه لهجه يې ورته وويل چې بل ځل ماته دعوت رانه کړئ.

داعي مسلمان د چينايي انجینر خبره ومنله، چې نور به دعوت نه درکوم، خو د شدید عکس العمل او د قهر او غصې د علت پوښتنه يې ترې وکړه.

وايي چنايي انجینر وويل: ما اسلام مطالعه کړی دی، زما يې د زکات سیستم ډیر خوښیږي. زه په دې باوري یم، چې که یوازې مسلمانان د خپل مال زکات ورکړي، نو د نړۍ په سطحه به بلکل غریب پاتې نه شي. زه له اسلام سره نه بلکه له مسلمانانو سره مشکل لرم، ډیری مسلمانان منافقین دي، اسلام، اسلام یادوي. د اسلام آسانه فریضې ادا کوي خو د خپل مال زکات چې د مال قرباني غواړي نه ورکوي. نو زما غصه او قهر اسلام نه بلکه ((د ډیری مسلمانانو منافقت ته ده)).

که د چینايي انجینر پر خبره سړی یو څه فکر وکړي، پر انتقاد يې خفه نه شي  او د خپلې او اسلامي ټولنې حالت وګوري نو رښتیا هم موږ مسلمانانو کې مشکل شته.

د خوړو نړيول پروګرام WFP په اساس په نړۍ کې ۹۶۰ میلیونه خلک کافي خواړه، چې پرې صحتمند پاتې شي نه لري او په دوی کې ۶۴ میلیونه يې یوازې په ۱۲ عربي هيوادونو کې دي. په هرو ۶ عربانو کې یو تن د خوړو لپاره کافي خواړه  نه لري.

اوس که موږ له دې ۱۲ عربي هیوادونو سره افغانستان، بنګله دیش، پاکستان او ځینې نور غیر عربي اسلامي هيوادونه شامل کړو نو په یقین سره په ۹۶۰ میلیونه لوږې سره لاس او ګریوان خلکو کې به  لوی اکثریت  د مسلمانانو وي.

اوس پوښتنه دا ده،  چې ډیری  اسلامي هيوادونو کې چې د  نړۍ  ستر منابع هم په  اختیار کې لري او ډیری شتمن وګړي هم لري بیا ولې  دومره لوږه؟

آیا د چینايي انجینر تیوري رښتیا نه ده؟
راځئ اسلامي نړۍ که یوازې د یوه هيواد، چې ځان ته پر شرعي سیستم ولاړ نظام  هم وايي یوه نمونه وګورو.

د عبدالستار سعید د ټویټ په اساس  څه موده مخکې  عیسی علیه السلام ته منسوب یوه تابلو چې (منجي عالم) نومیده، آل سعود،  محمد بن سلمان په ۴۵۰ میلیونه ډالرو اخیستې. هغه هم  جعلي ختلې اصلي قیمت يې ۱۱۷۵ ډالره دی.

محمد بن سلمان په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې د فرانسې د پخواني بادشاه شپارسم لويي په څیر کور په ۳۰۱ میلیونه ډالرو واخيست حال دا چې پکې اوسیږي هم نه.

اوس که یوازې د سعودي د آل سعود کورنۍ د یوه شهزاده  اضافي مصارف راټول شي او په میلیونونو غریبانو مصرف شي نو د فقر فیصدي به کمه نه شي؟

سعودي عربستان هر کال امریکا  ته  بیلیونو ډالر د دې لپاره ورکوي، چې امریکا وسلې ورکړي. سعودي عربستان هر کال ۶۱.۹ بیلیونه ډالره نظامي مصارف لري حال دا چې فرانسه چې د افریقا شمال هم کنټرولوي ۵۰.۱، جرمني ۴۹.۳ او  برطانیه ۴۸.۷‎ بیلیونه ډالر په پوځ مصرفوي.

سعودی خو نمونه ده نورو ډیری اسلامي هيوادونو او سرمایه داره کسانو هم همدا حال دی.

اوس پوښتنه دا ده، که فرضا  ۳۰۱ + ۰ ۴۵  او + … میلیونونه ډالره  له  لوږې او فقر سره مخامخ پر مسلمانانو مصرف شوي وای نو آیا په عربي هيوادونو کې به د  ۶۴ میلیونو فقیرو عربانو په فیصدي کې ښکاره بدلون نه وای راغلی؟

همدارنګه په بیلیونو ډالرو له امریکا څخه د وسلو اخيستو پر ځای که دا پیسې د غریب مسلمان په مړولو مصرف شوي وای، نو آیا په عربي هيوادونو کې به د غربت کچه ټیټه شوې نه وای؟

د تأسف ځای دا دی، چې له امریکا څخه اخيستل شوې  وسلې نه یوازې د  مسلمانانو د امنیت لپاره نه استعمالیږي، بلکه د مسلمانانو د امنیت د خرابوالي وژنو، او فقیر کولو لپاره  استعمالیږي. له امریکا څخه په اخيستل شوي تاریخ تیر وسلو باندې آل سعود کورنۍ یمن تباه او برباد کړ، ۸۰ فیصده خلګ يې د خوراک لپاره څه نه لري.

راځئ  عربي او نوره اسلامي نړۍ پریږدو خپل افغانستان ته راشو ، څو فیصده هغه سرمایه لرونکي افغانان، چې په حلال ډول يې پيسې ګټلې د خپل مال زکات ورکوي؟

څو فیصده زموږ افغان خویندې، چې د نصاب څخه اضافه سره زر لري د  خپلو سره زرو پوره زکات ورکوي؟

تاسو سرسري پلټنه وکړئ. وبه ګورئ، چې چینايي انجینر څومره پخه خبره کړې ده.

راځئ له خپل ځان، له خپلې کورنۍ او خپلوانو څخه يې شروع کړو، کومې خويندې چې د نصاب څخه اضافه سره زره لري، باید هغوی خبرې کړو، چې که د خپل حلال مال زکات ورنه کړي نو د قیامت په ورځ به همدا مال څخه ښامار جوړ وي او په مخ مخ به مو چیچې.

د مسلمانانو خلیفه امیرالمؤمنین ابوبکر صدیق رضی الله عنه د زکات د منکرینو په وړاندې لکه د کافرو په شان د جهاد اعلان کړی و، له هغوی سره یې تر هغه جهاد وکړ، تر څو  د اسلام څلورم رکن ته يې غاړه کیښودله.

راځې د رب العمامین سره د اخلاص، د چینايي انجینر د منافقت د پیغور څخه د خلاصون په موخه د خپل مال پوره زکات خپلو غریبو خپلوانو ته ورکړو او هم نور تشویق کړو، چې دا کار وکړي.

ګټې یې ډیرې دي، یوه ګټه يې دا ده چې  مال به مو  پاک شي، بله ګټه د الله له عذاب څخه به بچ شو، بله ګټه په خپلې ټولنې او قوم کې به مو د فقر کچه ټیټه کړې او ټولې ته مو که څه هم لږ وې یو څه خوشحالي او سوکالي  راوړې وي.

په درنښت

شکیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x