
سیمه او افغانستان کې د کرونا تازه ګواښ، هېواد کې نږدې ۲۰۰ پېښې ثبت شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوایي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د کرونا دریمې څپې ګواښ ورځ تر بلې په ډیرېدو دی چې یوازې تېره ورځ نږدې ۲۰۰ کسان په کرونا اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې چې په ګاونډي او د سیمې په هېوادونو کې هم کرونا ویروس په پراخه کچه خپریږي او د روغتیا سکتور یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي رسنیو ته ویلي چې د کرونا ویروس د دریمې څپې د مخنیوي لپاره باید هېوادوال په جدي ډول روغتیایي سپارښتنې عملي کړي، او که نه موږ به یو وار بیا د سخت حالت سره مخ شو.
که څه هم هېواد کې روانه میاشت د تېرې هغې په پرتله ۷۰ سلنه د کوویډ-۱۹ پېښې زیاتې شوي، خو ښاغلی علیزی وایي چې ګواښ شته خو پېښو ته په کتلو لا هم دریمه څپه نه ده پېل شوې.
د روغتیا وزارت د وینا له مخې، په داسې حال کې چې مثبتې پېښې په ورځني ډول نږدې ۲۰۰ ته رسیږي خو د کوویډ-۱۹ ناروغانو څخه ۱۵-۲۰ ناروغان ښه کیږي، چې د ناروغانو ډیروالی ممکن روغتونونه له ستونزو سره مخ کړي.
د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۱۵۲۵ کسانو معاینات شوي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۷ کسان مړه شوي دي، په داسې حال کې چې یوازې ۱۵ کسان له یادې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.
د افغانستان نږدې ګاونډي هېواد پاکستان کې هم له تېرو دوه میاشتو راهیسې د کرونا ویروس دریمه څپه په چټکۍ خپريږي او دغه هېواد کې اوسمهال هره ورځ نږدې ۵ زره کسان په کرونا اخته او له سلو زیات مړه کیږي.
تېره ورځ پاکستان کې ۵۹۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او نږدې ۱۵۰ کسان مړه شوي دي، که څه هم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هېواد کې د بشپړ ګرځبندیز مخالفت کوي خو ویل کیږي چې د روغتیا وزرات جدي لارښوونو پلي کولو لپاره پوځ پر کار اچول کیږي.
په پاکستان کې زیاتې پېښې او دغه هېواد ته د طورخم له لارې د مسافرو تګ راتګ ددې لامل شوی چې پاکستان سره نښتي ننګرهار ولایت کې د کرونا مثبو پېښو کچه لوړه شوې ده. دغه ولایت کې تېره ورځ ۵۵ کسان په کرونا اخته شوي، دغه راز په کابل او کندهار کې ۲۵-۲۵ پېښې ثبت شوي دي.
ددې سربېره د سیمې په هېوادونو کې هندوستان تر ټولو زیات اغیزمن شوی چې په ریکارډي ډول په کې تېره ورځ ۳۳۰ زره د کوویډ-۱۹ مثبتې پېښې ثبت او نږدې ۲۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد هېواد په یو شمېر ایالتونو کې روغتونونه د یو شمېر روغتیایي وسایطو تر څنګ د اکسیجن له سخت کمښت سره مخ دي چې له کبله یې ناروغان د روغتونونو مخې ته خپل ژوند بایلي.
پر خواله رسنیو خپرې شوې ویدیوګانو کې لېدل کیږي چې ناروغان د روغتونونو مخې ته د اکسیجن په انتظار پر سړکونو پراته دي، او د اکسیجن د کمښت له کبله روغتونونو ته نه پريښودل کیږي.
بل لوري ته که وکتل شي ایران کې نسبتا د کرونا ویروس پېښې د تېر په څېر په عادې ډول خپریږي، چې تېره ورځ نږدې ۲۳ زره کسان په کرونا اخته شوي او ۳۸۰ کسان مړه شوي دي.