روغتیا

د هند په یوه روغتون کې اور لګېدنې د کرونا ۱۴ ناروغان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوایي، ۱۴۰۰ل): هندوستان له تېرو دوه میاشتو راهیسې د کرونا ویروس له کبله د سختو ورځو شاهد دی، چې په یو شمېر سترو ایالتونو کې روغتونونه د ناروغانو منلو وړتیا له لاسه ورکړې ده.

که له یوې مخې د کوویډ-۱۹ مثبتو پېښو د روغتیا سکتور سخت اغیزمن کړی، بل لوري ته په یوه روغتون کې اور لګېدنې ۱۴ ناروغان وژلي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د مهاراشترا ایالت مرکزي ښار ممبۍ ته ۷۰ کیلو متره څېرمه د ویرار ولسوالۍ د یوه روغتون په څلورم منزل کې د کرونا ناروغانو په جدي واټ کې د شپې شاوخوا ۳ بجې اور لګېدلی، چې له کبله یې د آی سي یو په جدي خونه کې ۱۴ ناروغان مړه شوي او یو شمېر نور سخت ټپيان شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د مهاراشترا ایالت د کرونا ویروس دوهمې څپې سره په جدي مبارزه بوخت دی، دغه ایالت کې له پرون راهیسې له ۶۷ زرو ډیرې قضیې راپور شوي، چې په ټولیز ډول مهاراشترا کې مثبتې قضیې له ۴ ملیونو څخه پورته شوی دي.

ددغه ولایت د یوه روغتون مخې ته په داسې حال کې ۲۲ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د اکسیجن دستګاه له کمښت سره مخ وو.

باید وویل شي، په هندوستان کې د کرونا ویروس وضعیت اندېښمنونکی دی، چې د راپورونو له مخې دغې هېواد کې تېره یوه ورځ کې ۳۳۰ زره مثبتې قضیې ثبت او نږدې ۲۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د هند مهاراشترا سربېره د یو شمېر ایالتونو روغتونونه د ناروغانو بستر کولو او دوی ته د اکسیجن رسولو له سخت کمښت سره مخ دي، چې له کبله یې ناروغان د روغتونونو مخې ته خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x