
حنیف اتمر په کرونا اخته شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په کرونا وبا اخته شوی دی.
نوموړي په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې له همدې امله یې په ترکیه کې د استانبول غونډې په تړاو په جوړه شوې درې اړخیزه غونډه کې په حضوري شکل ګډون نه دی کړی.
دا لاڅرګنده نه ده چې حنیف اتمر له څومره وخت راهیسې په کرونا اخته شوی او روغتیايي وضعیت یې څه ډول دی؛ خو د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې هکله رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.
په استانبول کې تر درې اړخیزې ناستې وروسته درې واړه لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان شخړه یوازې د سیاسي جوړجاړي د تامین او د افغانانو په ملکیت او رهبرۍ د سولې خبرو له لارې حل کېدای شي او ټول ښکېل لوري باید دیوه پراخ بنسټه جوړجاړي تامین ته ژمنتیا وښيي.
دغه ناسته وروسته له هغه ده، چې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د ترکیې پخوانۍ ناسته د طالبانو د نه ګډون له امله له ځنډ سره مخ شوه.
طالبان استدلال کوي، چې د بهرنیو پوځيانو په شتون کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکو کنفرانسونو کې ګډون کول بې ګټې دي، ځکه خو په بې ګټې کنفرانسونو کې ګډون نه کوي.
Mashalla, he deserves
طالبان نام خدا ساده کی ګلداره دی ، ساده معلومیږی مګر هر څه چه د کابل غلامان او باداران ترسره کوی د دوی په خیر او ګټه تمامیږی د امریکایانو دغه ژمنی ماتول د طالبانو په ګټَه څه چه په نهایی بریاوو تمامیږی طالبان که اسلامی حکومت جوړوی له غلامانو غیره به یی انشالله د نورو افغانانو سره جوړوی نه د غلامانو سره
بیانزیه: بیا دی څه خوب لیدلی. ګوړه ګوړه یاده وه خوله بدی شرینه وی. او ته به یی هم د عدلیې وزیر یی څه ته په هر چا خپله فتوای چلولی شې.
ان شآءالله، همداسی به کیږي، د الله سبحانه و تعالی په توکل. الله اکبر
#####. مونږه باید د هیچا د مرګ، مرض او وژنی څخه خوشحاله نشو دا ځکه چی مونږه هم یوه ورځ مریضان کیږو مړه کیږو او الله ته ورتګ لرو.
طوطي خو مسلمان سوی دی. د الله تعا لی او داخیرت د ورځي پر حقانیت یې اقرار کړی دی. غسل کله ورکوو او د نامه میوه یې کله وویشو؟
دا ټګمار درواغ وایي. که زما حافظه کمزوره نه وي دا سړی یو څو میاشتي دمخه هم په کورونا اخته سوی وو. د کورونا څخه ده خپله د خاله لور جوړه کړې ده، هره ورځ یې پر کور میلمنه وي. دده په شان ډارن، احتیاطکاره او محافظه کاره سړی چي په کورونا یو ځل اخته سي د ویري د لاسه یې زاره چوي. شکر چي د مکتب په وختو کي یې کرونا نه وه راغلې. هره ورځ به یې رقعه مکتب ته استولای چي زه بیا کرونا سوی یم. ناسوبه یم رخصتي غواړم
تر ټولو لویه ناروغی غلامی ده او هغه غلامی چه د غلامی په بیه پری کولو کی خبل خلک وژنی، خاوره او خپلواکی پلوری دا تر ټولو لویه ناروغی ده او حنیف اتمر روسی اشغال کی مستنطااق یعنی هغه کس وو چه له بندیانو مجاهذینو به یی اعتراف ترلاسه کوو چه ډیر به د همدی جبری اعتراف اخستلو شکنچو کی په شهادت ورسیدل حیرانونکی یی دا چه هغه وخت یی روبل ترلاسه کول او امریکایانو او اروپایانو ته به یی د امپریالیزم نوم اخستلو چه د بشریت دشمنان دی مګر په امریکایی اشغال هماغه چه دوی ورته د بشریت دشمنان… نور لوستل »
داسی کسان سیاسی فاحشی دی بیانزی سیب.
ترټولو بدمرض بیدینی ده. چه افغان بیدینه سی نو بیا هره غلامی د بیدینی په اصولو او غوړی ډوډی په خاطر منی.
د درو پردیو استخباراتو مزدوران د سختی کرکی وړ دی البته د یوې پردۍ استخباراتی دستګاه مزدوران هم د کرکی وړ دی.
غلام حضړت صاحب کوم پردی دری استخبارات او کوم یو پردی استخبارات، نومونه خو یی زموږ سره شریک کړه، استخباراتی مزدوران د معاشاتو د پاره مزدوری کوی چه ژوند یی اسان او اوږد شی. هغوی چه د اشغالګرو د شړلو د پاره بمونه ځانو پوری تړی ځانونه قربانی کوی هغوی ته هغه استخباراتی معاشونه ( ستاسی د فارمول له مخی ) څه ګټه لری؟
غلام حضرت سیب دشورویانو زاړه فارمولونه اوس د امریکایانو په ګټه ښه نه ښکاری. امریکا په ډاګه اوس وایی چه سی آی ای به نور نوی مرکزونه په افغانستان کی جوړ کړی. نو اول دښکاره استخباراتو مخه ونیسه چه اتمر او دهغه زاړه کامریدان به یی تقویه کوی او هم به دفاع ځینی کوی.
داستخباراتو خبره دمزدورانو په مینځ کی ښه لګیږی ترڅو یوبل ملامت نکړی. دآزادی غوښتونکو په مینځ کی یوه مسخره مالومیږی.