افغانستانسولې اړوند خبرونه

افغانستان، ترکیې او پاکستان د دوحې له مذاکراتو ملاتړ کړی او د سیاسي جوړجاړي غوښتنه یې کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوایي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه ناسته کې په دوحه کې د افغان سولې له روانو خبرو ملاتړ کړی او د اوربند د تامین او سیاسي جوړجاړي غوښتنه یې کړې.

په استانبول کې تر درې اړخیزې ناستې وروسته درې واړه لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان شخړه یوازې د سیاسي جوړجاړي د تامین او د افغانانو په ملکیت او رهبرۍ د سولې خبرو له لارې حل کېدای شي او ټول ښکېل لوري باید دیوه پراخ بنسټه جوړجاړي تامین ته ژمنتیا وښيي.

اعلاميه کې وړاندې  په  افغانستان کې د جګړې د شدت لوړه کچه چې له امله یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي غندل شوې او د عامه خدمتونو پر مرکزونو بریدونو باندې اندېښنه ښودل شوې.

په اعلامیه کې د استانبول کنفرانس ځنډېډو ته اشاره شوې او پر طالبانو غږ شوی، چې د مذاکراتو دوام ته ژمنتیا وښيي.

دغه ناسته وروسته له هغه ده، چې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د ترکیې پخوانۍ ناسته د طالبانو د نه ګډون له امله له ځنډ سره مخ شوه.

طالبان ټینګار لري، چې د بهرنیو پوځيانو په شتون کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکو کنفرانسونو کې برخه نه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x