ورزش

پاکستان ته دوهمې شل اوریزې لوبه کې کمزورې زمبابوې ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوایي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ په دوهمه شل اوریزو لوبه کې زمبابوې پاکستان ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د تیرې لوبې غچ یې واخیست.

د پاکستان لوبډلې توپ وهونکي په پرلپسې دوهمه کې هم ناکام شول چې ونه توانېدل د زمبابوې لوبډلې (۱۱۹) منډې کم هدف یې بشپړ نشو کړی.

په یاده لوبه کې بابر اعظم پچه وګټله خو زمبابوې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، زمبابوې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

ددوی له لوري پېلیز توپ وهونکي ۳۴ منډې وکړې. د پاکستان له لوري په توپ اچونه کې محمد حسنین او دانش عزیز ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د هدف په تعقیب کې د پاکستان لوبډلې منځني او وروستي توپ وهونکي په بشپړ ډول ناکام شول او ویې نشو کړای د زمبابوې کم هدف بشپړ کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې یوازې ۹۹ منډې جوړې کړې. ددوی له لوري بابر اعظم ۴۱ زیاتې منډې وکړې. د زمبابوې له لوري لیوک جونګوی تر ټولو زیاتې ۴ ویکټې واخیستې.

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم وایي چې د لوبډلې منځني لوبغاړي له اوږدې مودې راهیسې ښه کارکردګي نه ترسره کوي چې له کبله یې لوبډله له ستونزو سره مخ شوې ده.

پاکستان په داسې حال کې د زمبابوې ۱۱۹ منډې هدف نشو بشپړ کړای چې څه موده وړاندې يې په سویلي افریقا کې په شل اوریزو لوبه کې په شاوخوا ۲۰۰ منډو هدف بشپړولو توانېدلي وو.

باید وویل شي چې له دې وړاندې په لومړۍ شل اوریزو لوبه کې هم له محمد رضوان پرته د پاکستان لوبډلې توپ وهونکو د پام وړ کارکردګي نه وه ښودلې، خو د توپ اچونکو په مرسته یې د ۱۱ منډو په توپیر لوبه ګټلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x