افغانستان

پنټاګان د خپلو عسکرو د خوندي ایستلو په موخه افغانستان ته نور پوځيان رالېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غوایي، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت له افغانستانه د خپلو پوځيانو او قراردادیانو د خوندي ایستلو په موخه سلګونه نور امریکایي پوځيان افغانستان ته رالېږي.

د پنټاګان چارواکو «سي اېن اېن» ته ویلي، چې سلګونه ځمکني او هوایي امریکایي ځواکونه به افغانستان ته ولاړ شي، تر څو له یاد هیواده د امریکایي او ناټو پوځيانو او د هغوی د قراردادیانو خوندي ایستل یقیني شي.

د پنټاګان یوه بل چارواکي سرچینې ته ویلي، چې امریکایي ځواکونو د خپلو نظامي تجهیزاتو او وسایلو راټولول پيل کړي دي او تر ټولو ډېر تمرکز یې اوس پر هغو تجهیزاتو دی چې نه امریکا ته وړل شوي او نه هم دولتي عسکرو ته سپارل شوي.

د سرچینې له قوله، هغه تجهیزات چې پخواني او له کاره لوېدلي دي، له منځه وړل کېږي.

افغانستان ته د سلګونو ځمکنیو او هوايي ځواکونو راتګ داسې مهال دی، چې امریکا او ناټو وايي، د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او په یاد هیواد کې خپل شل کلن نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي.

د سپتمبر پر یوولسمه د عسکرو د ایستلو پریکړه د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق خلاف وه، چې له امله یې طالبانو امریکا د توافقنامې په نقض تورنه کړې او ګواښ یې کړی، چې ناوړه پایلې به ولري.

امریکايي چارواکي وايي، که چېرې طالبان پر امریکایي او ناټو عسکرو بریدونه وکړي، له سخت مقاومت سره به مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Oh no, no, something is wrong

الحاج استاذ بیانزی

امریکا د نړیوال کفر په سر یا رهبرۍ کی قرار لری. کفر کوم کنځل نه دی ، ( حق پټونی ) یا غلا، دروغ او درغلیو ته وایی نو ولی حق پټونه کوی ؟ چه د مظلومو ولسونو له حقه حقوقو ناوړه په غلا، دروغو او درغلیو ناوړه کټه تر لاسه کړی. همدغه تعریف د استعمار او استثمار دی. امریکا، اروپا او نوری کفری نړۍ ژمنی د هغوی د استعماری یا استثماری ګټو پوری تړلی . که ګټه یی وه زمنی یا تړونونه کو او که نه د یوی بهانی په جوړولو له ژمنو په ډیره بیحیایی سره وووځی لکه… نور لوستل »

Adam Khan

Wake up Talib Jan, trust me something has been planned

طوطی

ښه خبره ده. بیا چی کله دوی وځی بیا نو د دوی د خوندی ساتلو لپاره به نور عسکر رالیږی او دا سلسله به همداسی جاری وی. ځی به او راځی به. مونږه به یی سیل کوو طالبان به له افغانانو سره په جنګ کی بوخت وی.

دوکتور عبدالله

فکر کوم دا هسې تبلیغات دي … نور يې نو ان شاء الله کډې په باریدو دې.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x