نړۍ

کوټه: طالبان له خبرو کولو څخه مخکی باید وسلي پرځمکه کښیږ دی

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۹) اسلام اباد: دپاکستان حکومت به له طالبانوسره هغه وخت دمذاکراتو اوخبرو دروازي خلاصي کړی کله چی طالبان وسلی پر ځمکه کیږي دی، دغه څرګندوني نن له غرمی څخه وروسته  دپاکستان دکورنوی چارو وزیر رحمان ملک دبلوچستان ایالت دکوټي په ښارکی دخبریالانو په وړاندي وکړي.

رحمان ملک زیاته کړه حکومت دطالبانو له لوري دخبرو اومذاکراتو کولو په اړه پیغامونه ترلاسه کړی دي،خو نوموړي دغه خبره تشریح نه کړه چي څرنګه او دطالبانو دکومي ډلي له لوری یی دغه وړاندیزونه ترلاسه کړي دی.

نوموړي زیاته کړه پاکستان به له هغو طالبانو سره هیڅکله خبروته غاړه کښی نږدي دچا چی په  یوه لاس ټوپک اوپه بل لاس کی دخبرو کولو وړاندیز نیولي وي.

دیادولو وړ ده چی له دی څخه وړاندی هم دپاکستان حکومت له طالبانو سره څو ځلي خبري کړی دی خو کومه ښه پایله یی نه ده درلودلي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x