
د ثالث عمر تر جونګړې، د سفر خاطره
قاري عبدالستار سعید
د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په اړه د کتاب لیکلو پر مهال مې یو وخت اراده وکړه چې د ملا صاحب هغه د اوسیدلو ځای چې نوموړي په کې د ژوند وروستي کلونه تیر کړي په خپله ووینم او بیا خپل د سترګو لیدلی حال له لوستونکو سره شریک کړم.
د ۲۰۱۸ م کال د سبتمبر ۲۸ مې ولاړ مازدیګر و چې د یوه بل همسفر ملګري سره یو ځای د هغه په موټر کې له کندهار ښار څخه د زابل پر خوا روان شوم. زه د موټر مخکې سیټ کې کیناستم، دوه تنه کلاتوال چی یو یې مریض ځوانکی او بل سپین ږیری و شاته ناست ول. سفر ځکه راته خوږ او ولوله انګیز و چې د یوه داسې ځای پر لور تلم چې له ډیره وخته یې راسره د لیدلو تلوسه وه. د دامان په حدودو کې د سرک غاړو ته پالیزوانانو خټکي د خرڅلاو لپاره دلۍ هر ځای دلۍ کړي و، چې یو ځای موږ هم ترې څو خټکي رانیول. په دامان ولسوالۍ کې یوه عسکر موټر ته لاس راکړ، مجبورا مو موټر ورته بریک کړ، عسکر راوخوت، شنې تسپې یي په غاړه امیل کړې وې. ویل یي د شهر صفا پوستې ته ځم. عسکر چرسي معلومیده چې په لاره یې خوږ او کله دردوونکی مجلس کاوه،عسکر د شهر صفا د هغه بندي طالب کیسه وکړه چې څو ورځې مخکې یې په ولسوالۍ کې په عسکرو حمله کړې وه او د شهادت تر وخته یې یو شواروز جګړه کړې وه. عسکر د طالب کیسه ډیره په خوند کوله، ول د نامي د زوی دومره زړه و لکه دا غر. یو شواروز کندهار او کلات پرې ستړي شول، کرارولای یې نه شوای. آخر یې بمبار پرې وکړ او د هغه ډیپو چت یې پرې کیناوه چې ده په کې سنګر نیولی و. په هر حال عسکر د شهر صفا ولسوالۍ ته نارسیده یوې پوستې ته ورښکته شو. موږ تر کلاته لاړو او هلته هغه نور کسان هم ښکته شول.
مازدیګر ناوخته له کلات ښاره د جنوب په خوا ووتو، د ترنک په رود له پله او پوستو تیر شو، لوړ ډاګ کې مو د مازدیګر لمونځ ادا کړ، ورپسې د سیوري په خوا روان شوو. د سیوري ولسوالي د سورغر په لمن کې اوږده پرته ده. امریکایانو د ولسوالۍ تر مرکز پورې سرک پوخ کړی دی. هلته یي پخوا ډیره غټه قرارګاه او د چورلکو میدان درلود دا په زابل کې د دوی تر ټولو مهمه قرارګاه وه.
ولسوالۍ ته نارسیده ښي اړخ ته وګرځیدو، همسفر ملګري ویل نور د طالبانو ساحه شروع شوه، اول د لوړګي په نوم کلی مخکې راغی، سپيره کلی و، د ټیټو دیوالونو تپلي کورونه، چې د انګورو باغونه پرې را تاو وو. له کلي ورتیر مو ډاګ کې د ماښام لمونځ وکړ. له ښه مزله وروسته په یوه لوی کلي ورګډ شوو. دا کلی عمرزي بولي چې ملا محمد عمر مجاهد د ژوندي وروستي کلونه همدلته تېر کړي دي.
د کلي په کوڅو کې ماښام ناوخته ماشومانو منډې وهلې، ځینو مالونه له څره راستنول، بزګران هم هلته دلته معلومیدل، د یوه کور سره ودریدو، ډله نجونې او کوچني ماشومان په موټر راټول شول. همدلته له موټره ښکته او شیبه وروسته د کور میلمه ځای ته رهبري شوم. یو جلا سرای و چې جنوب اړخ ته یي کشمش خانه، ورپسې په کونج کې ګاراج او شمال خواته یي په ښه سټایل جوړه شوې کوټه وه، چې دهلیز او لوڅه برنډه یي درلودل. کوټه ښه رنګ شوې وه او د خښتو په پوښښ جوړه شوې وه. دا هغه کوټه ده چې ملا محمد عمر مجاهد د امریکایي یرغل په مهال چې له کندهار ه زابل ته راغی لومړی همدې کوټې ته ننوت او دلته یې د زابل د مجاهدینو له مشرانو سره مجلس وکړ.
ماخستن مو له کوربنو سره مجلس شو، همسفر ملګري له موټره هغه خټکې را واخیستل چې د کندهار په دامان کې یې د سرک غاړې له یوه پالیزوان څخه اخیستي وو. په مجلس کې له هرې خوا وغږېدو. دغه کلی عمرزي بولي. شاوخوا ۱۲۰ کوره دی. ټول کلی یو مسجد لري. خلک یي اکثره د انګورو باغونه لري او کشمش خرڅوي. دامریکایانو ضد جهاد کې ددې کلي شاوخوا دیرش تنه شهیدان شوي چې سبا یي موږ هدیرې ته ورغلو. د کلي خلک غریب خو ټینګ مسلمانان دي. له همدې امله امریکایانو ورسره ډیره کینه درلوده، همیشه یې پرې چاپې اچولې او د ټانګونو قوې به راتلې. د کلي په څو کیلومترۍ کې امریکایي مرکز او ولسوالي پرته ده. ملا صاحب د خپل ژوند وروستي څه باندې اوه کاله په همدې کلي کې تیر کړل. امریکایانو په دې مرحله کې لسګونه ځله په دې کلی چاپې واچولې، ۹ ځله خو هغه کور ته هم امریکایان او عسکر ورغلل چې ملا صاحب خپله په کې و. خو الله تعالی نجات ورکړ.
همدا شپه مې همدلته شوه، سهار ملګري راته وویل چې راځه هغه ځای ته ورشو چې ملاصاحب په کې اوسیده. د کلي خاورینې له پوټیو ډکې کوڅې، خړ پړ ماشومان چې د غربت نښې پرې ښکارېدې، ټیټ او خړ کورونه چې هر چا یي دیوالونه خپله وهلي، دې هر څه د کلي د غربت کیسه کوله. په یوه دوو کونجونو را تاو شوو، د یوه کور ، دروازه مو وروټکوله، یو ځوان راووت، چې له مخکې ورسره خبره شوې وه، په یوه داسې کوچنۍ پیوندي دروازه ننوتو چې ټیمان او د بوشکې پتري ورپورې پیوند شوي وو. ښي لاس ته یو نسبتا ښه جوړه شوې کوټه وه، دا د کور عمومي میلمه ځای دی، دلته به چې د ملا صاحب استازي راغلل ډوډۍ به یي خوړله، ملا صاحب دلته نه اوسیده. د همدې کوټې نه قبلې خوا ته مخامخ بل ور پرې دی. په دې کوټه کې اول وار دوه کاله ملاصاحب اوسیده. او د احتیاطي پټیدو لپاره په کې ځای جوړ شوی و.
د مهمانخانې شاته یعنی شمال پلو بل جلا ځای دی چې د مهمانخانې له سرای نه ور ورخلاص دی. دلته د زابل په اصطلاح کوچنۍ مامته ( باغچه ) ده. د پالیز لپاره کوچني ځای چې نهالونه او بزغلي هم په کې ولاړ دي. شمال اړخ ته یې دوه کوټې دي، غرب پلو لویه کوټه دا د ملا صاحب د کوربه ( ملا عبدالجبار عمري صاحب) میشت ځای دی چې له خپل اهل او عیال سره په کې اوسیده.
ورسره نښتی شرق پلو ته کوچنۍ برنډه، چې مخ ته یي د یونیم متر په طول او عرض کوچنی د چمن ځای درلود، له برنډې نه دننه ور خلاص دی، دا د ملا صاحب مبارک کوټه وه، درې په درې متره کې سپينه خټینه کوټه، چې د قبلې اړخ دور ته یې لرګین کټ ایښی دی او په دیوال اوس هم د ملاصاحب د اوږو او سر نښانونه معلومیږي. کوټه به څنګه کې حمام هم لري، دغه راز د کوټې له څنګ سره په ډیر مهارت د احتیاطي مخفي کیدو ځای هم جوړ شوی دی.
له کوټې مې څو انځورونه واخیستل، د تبرک لپاره د ملا صاحب د ناستې په ځای کیناستم، وروسته هغې مخفيګاه ته ننوتم، چې ملا صاحب او عمري صاحب به د تلاشۍ پر وخت په کې پناه اخیسته. په مخفیګاه کې دننه تیاره وه، یوه برچه اوس هم دلته ایښې وه، د کوربنو په قول ملا صاحب له امریکایانو سره د لاس په لاس کیدو د وخت لپاره له ځان سره همیشه وسله ساتله،د ملا صاحب له جونګړې د لیدنې پر مهال په داسې حال کې چې ملګرو مسلسل توضیحات راکول، خو زه نه پوهیږم په څنګه حالت کې راګیر وم چې له خولې مې سپڼ هم نه ووت، لکه ګبڼۍ چې نیولی او زبون مې وهل شوي وي. د یوه لیکوال او خبریال په حیث مې په زړه کې سلګونه پوښتنې درلودې، خو زه د احساساتو توپان داسې لاندې کړی وم چې که له ملګرو شرم نه وای، زړه مې غوښتل چې په چیغو چیغو وژاړم، د زړه له تله دا کوکې وباسم، چې اې د مادي نړۍ اوسیدونکو! اې له دین او دیانت څخه منکرو او په خپل دجالي تخنیک مغرورو نړیوالو! اې په دنیوي عیشونو کې ورکو حاکمانو! او اې د هوس، شهرت، لذت، مال، منصب او قدرت بندګانو! راشئ دلته د دیانت، سپیڅلتیا، زهد، ایثار او له خپل رب تعالی سره د اورنۍ مینې مستند داستان وګورئ. راشئ وګورئ چې د دجال په زمانه کې لا هم د خیر القرون بیلګې ژوندۍ دي.
زما د سترګو په وړاندې د هغه چا خټین او غریبانه میشت ځای و، چې ۴۸ هیوادونو او د ناټو پوځي اتحاد یې په وړاندې د جګړې اعلان کړی و. هغه مسلمان حاکم چې یوازې د اسلامي حاکمیت د جوړولو په جرم (!) دومره مجرم بلل کیده، چې د امنیت شوری څلورو دائمي غړو په اتفاق په مرګ محکوم کړی و. هغه حاکم چې حتی د سیمې د هیوادونو ۲۱ استخباراتي شبکې یې په وژلو پسې وې او هرې یوې هڅه کوله، له سي آی اې هغه انعام تر لاسه کړي چې د ده پر سر یې ایښی و.
زما په وړاندې د هغه چا غریبانه جونګړه وه، چې له نظامي او استخباراتي جګړې نه علاوه یې په وړاندې د نړۍ ټولو راډیوګانو، ټیلویزوني شبکو، اخبارونو، فلمي کمپنیو او حتی د هیواد او سیمي درباري عالمانو هم تبلیغاتي جنګ اعلان کړ و او غوښتل یې په بدنامولو سره یې له امریکایي دجال څخه څه زهر زقوم ترلاسه کړي.
زړه مې غوښتل دخیال په دنیا کې جورج بوش، ټوني بلیر او نور طاغوت خیل را مینشن کړم، چې راشئ وګورئ، هغه څوک چې تاسو یې د وژلو قسم اخیستی و، الله تعالی په څنګه خارق العاده ډول، ستاسو د قرارګاوو له بغل سره، ستاسو له ګزنده وساته.
زړه مې غوښتل اسد خالد، امر الله صالح، رحمت الله نبیل او نورو د سي آی اې شکیرلیو ته ورغږ کړم، هغه چې تاسو ویل، ملا صاحب په پنجاب کې دی، په کراچۍ کې بستر دی، هغه ده او دغه ده. راشئ وګورئ چې هغه ستاسو د اورونو او بمبارونو په باران کې هم یوه شیبه له خپل محبوب وطن څخه نه دی وتلی.
زړه مې غوښتل یو غږ استاد سیاف او شیراني صاحب ته هم وروکړم، چې د سیاست امامه او د ظاهري علم او عقلانیت ټیکه داره! راشه لږ د عشق او عقیدې داستان هم وګوره، د ایمان، اخلاص او عزم هغه پرتمین داستان چې د معاصر عقل، سیاست او بصیرت په قالبونو کې نه ځاییږي. تا چې ملا محمد عمر مجاهد ته د جنازې د ګمنامۍ پیغور ورکاوه، راشه وګوره چې هغه جناب د ایمان د آزمون پرچه په داسې ډول حل کړې ده چې له شرقه او غربه یې مسلمان امت غائبانه جنازې کوي او په نالیدلي حالت یې ایماني پرتم ته دوه لاسي سلام کوي.
ته د خپل ځان له غمه مرې، زه د جانان له غمه
ناصحه! ستا ثواب، زما ګناه ته چیرته رسي
په هر حال
زه په داسې حال کې چې خپله ورکه مې موندلې وه، سخت د احساساتو تر بوج لاندې وم، د ملاصاحب د اوسیدو ځای ډیر ابتدائي او یو د خټو نه جوړ غریبانه کور و، چې ده په کې څه کم اته کاله وخت تیر کړی و. دا د هغه امیر میشت ځای و چې یوازې د اسلام د لوړتیا په خاطر یې خپل د شاهۍ قصر، بادشاهي ژوند، ناوې میرمن، شیرین اولادونه او د قدرت زرینه څوکۍ پرېښوده، راغی د زابل په دې خړ کلي او خاورینو کوډلو کې یې ۱۳ کاله د تنهایي او غربت ژوند اختیار کړ. له دې معلومیده چې هغه په خپل ځان او نفس فوق العاده کنټرول درلود. د دې عیشونو او شاهي پس منظر هیرول د هر چا د توان کار نه دی، بلکې عمري عزم غواړي.
د ملا صاحب د کوربه په وینا ملا صاحب له دنیوي نعمتونو، خوراکونو او عیشونو سره هیڅ دلچسپي نه درلوده، هیڅکله یې پوره ډوډۍ نه خوړله، د کم خوراک او ورپیښ توبرکلوز ناروغۍ له امله یې په آخر کې بدن دومره کمزوری شوی و، چې د لاس غټه او مسواکۍ ګوتې یې د پښې له ښنګري تاویدلی او سره رسیدلی شوای. معنی دا چې هغه الله تعالی ته یوازې وچ هډونه او په هډونو خپور پوستکی ورووړ. نور یې د وخت دحاکمانو په شان د ملت په وینو پړسیدلې بوټۍ نه دي وروړې.
خو په جسمي لحاظ همدې استخواني پيکر ته الله تعالی داسې ایماني پرتم او رعب ورکړی و، چې درسته کفري نړۍ یې له هیبته لړزیدله، هغه یې د خپل دجالي نړیوال نظم لپاره تر ټولو ستر خطر باله، تر دې چې ناټو د خپل منشور هغه ماده چې په مشترک دښمن به ګډه حمله کوي، یوازې د ملا محمد عمر مجاهد د امارت نړولو پر مهال وکاروله او په افغانستان یې په اشر برید وکړ. په هر حال
د ثالث عمر له میشت ځایه چې راووتو نږدې یوه بل کور کې مې غرمه ډوډۍ وخوړه او بیا لږ ویده شوم، ماسپښن قضاء له ملګري سره په موټر کې په منظره ووتم، لومړی د عمرزو دکلي د شهیدانو هدیرې ته لاړم ۲۱ تنه شهیدان د هدیرې په یوه طرف کې لیکه پراته دي چې په اکثرو لیکنې هم شوي دي. دغه ځوانان د همدې یوه کلي دي چې یوازې له امریکایانو سره د جنګ په ۱۷ کلنه مرحله کې یې د شهادت جامونه نوش کړي دي.
بیا لاړو د کوربه ملګري د انګورو په باغ راوګرځیدو،موږ لا په باغ کې و چې دوو وړو نجونو په کوربه پسې همدلته یو چرګ راووړ چې دا را حلال کړه مطلب بیګاه ته بیا د کورني چرګ ښوروا برابره وه.
مازدیګر د باغ له څنګ سره چمن کې د زردالو د ونې لاندې کیناستو،د میزان ستوري وهلي خواږه انګور مو وخوړل، د ماښام لمونځ مو هم په باغ کې همدلته د حوض په غاړه وکړ. کوربه ملګري د ( ثالث عمر)خاطرې بیانولې، چې ده تر اوسه (ملا عبدالله آخند) باله، هغه نوم چې د مخفي ژوند په مرحله کې ملا صاحب ته غوره شوی و. ده ویل په دې کلي کې د ملا صاحب محفوظ پاته کیدل یوازې د الله تعالی فضل او د هغه مرحوم کرامت و او بس. هغه مخامخ د امریکایانو قرارګاه معلومیږي. زموږ کلی د مجاهدینو کلی دی، هر وخت به دلته په امریکایانو حملې کیدلې، بیا به امریکایان کلي ته په عملیاتو راتلل، خو له ټولو چاپو او تلاشیو سره سره دښمن ونه توانید چې د ملا صاحب څرک ولګوي. ده ویل د ملا صاحب د پټ پاته کیدو راز هم الله تعالی زموږ په سینو کې داسې محبوس کړی و، چې حتی سره خبرو کسانو به تر خپل منځ هم په دې اړه هیڅ نه سره ویل. داخبره یې لکه معدومه داسې ګرځولې وه، نو ځکه خبره بل چا ته هم ونه وتله.
د ملا صاحب د استازو د راتګ کیسه یې وکړه، ویل یې یوه ورځ د ملا صاحب استازی ملا عزیز الله آخند راغلی و، واوره پرته وه او د بیرته تګ لپاره باید د ولسوالۍ مرکز ته نږدې پاخه سرک ته پیاده تللی وای، ده وویل: زه هم ورسره ملګری شوم، هلته په ډاګ کې امریکایان ولاړ و، موږ لار ترې چپه کړه، خو هغوی غږ راباندې وکړ، له ملاعزیز الله آخند سره داسې اسناد و چې که یې تلاشي کړای وای، د ملا صاحب ځای هم ترې کشف کیدلای شوای. خو موږ چې امریکایانو ته ورنږدې شوو، زه ور مخکې شوم او په بیړه مې ورته وویل چې یو سخت مریض راپیښ دی. د ولسوالۍ له مرکز نه دوا ورته راوړو، ددې خبرې په اوریدو یې اجازه راکړه او تلاشي یې ونه کړه.
تر قضاء ماښامه مو همدلته د ثالث عمر په یادونو خوند واخیست او وروسته د کور پر خوا روان شوو.
پنډه د غمونو پر سر بیرته وړم
تا ته سپمولی نظر بیرته وړم
څوک د مرغلرو پيژندوی نه و
تل د سمندر ته ګوهر بیرته وړم
(رحمه الله و اسکن روحه في اعلی علیین)