افغانستان

د لوګر والي شل زره لېتره دولتي تېل په غلا پلورلي

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۳): پژواک خبري اژانس د لوګر ولايت د يو شمېر باوري سرچينو له قوله ليکلي، چې د لوګر والي نياز محمد د ملي اردو شل زره لېټره تېل په غلا پلورلي دي.

سرچينه زياتوي، چې نوموړي تېل محمد اغې ولسوالۍ کې د ملي اردو يو قومندان محمد حکيم طلوع غلا کړي و او د امنيتي کسانو له لخوا د نيول کېدو پر مهال د لوګر والي نياز محمد اميري امنيتي ځواکونو ته امر وکړ، چې نوموړي تېل د ده کسانو ته وسپاري.

لوګر ولايت څخه يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې محمد اغه ولسوالۍ کې د ملي اردو يو ټانکر تېل له نيول کېدو وروسته د ولايت مقام ته راوړل شوي و او له هماغه ځايه لا درکه شول.

د نن ټکی اسيا همکار د لوګر ولايت چارواکو سره په دې اړه اړيکه ونيوله، خو چارواکي په دې اړه ځان ناخبره ښيي او دا د خپل ځان پر خلاف يوه دسيسه بوولي.

پژواک خبري اژانس وايي، چې د لوګر والي لخوا ورته ګواښ شوی، چې په دې اړه خبر خپور نکړي.

د لوګر يو شمېر اوسيدونکي وايي، چې د والي نياز محمد اميري په ګډون ګڼ چارواکي په اداري فساد او رشوت ککړ دي او خلک يې له کړنو او فعاليتونو سرټکوي.

له دې مخکې هم د لوګر پخوانی والي اقبال عزيزي هم د اداري فساد او دولتي ځمکو د د غصب په تور له دغه ولايته لرې کړای شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
vesal

دلوګروالی خدای دخونه سپره کړی پټی غلاوو خوتاسی اکثره والیان ،وزیران ،قوماندانان ولسوالی او اوددی کتګوریو نه ښکته او پورته کوی موږ ملت په وحدانیت چی پرتاسی ټولو خبرلرو خو څه وکړو چی وکیلان مو وکیلان ندی او ولسمشر ولسمشر ندی دوی خبله ستاسی سره شریک دی نو زموږ غږ به چاته ورسیږی خدای مو په شرمونو وشرموی ولی پر موږ په دی څلودیرش ولایتون کی دمرمیو بارانانه دی اوتاسی خپلی غلاوی کوی ولی ای دخدای دښمنانانو دخدای حیا او لږ شرم نه درځی دغه مبارک روژه ده زه دیو افغان په صفت خدای ته دخپل غریب ملت لپاره دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x