شعـــــرونه

عمره! پۀ رښتیا چې تۀ عمر وې، لکه لمر وې!/ درمان

منصور درمان

څپانده دې کړه ،تانده حماسه، دزړۀ پۀ وینو
ژوندې دې کړه، دمینې فلسفه دزړۀ پۀ وینو

عمره! پۀ رښتیا چې تۀ عمروې،لکه لمر وې!
ساتله دې سپېڅلې تلوسه دزړۀ پۀ وینو

پۀ تا مې دزړګي نړۍ ودانه وه ملنګه!
بېلتون دې پۀ څښلوکړم اخته دزړۀ پۀ وینو

دعدل ځلاندلمره! امت ستاپۀ نوم نازېږي
دټول امت دې وکړه وقایه دزړۀ پۀ وینو

عظمت،اومتانت،اوشجاعت درباندې تام ؤو
پالۀله دې دهیلوقافله دزړۀ پۀ وینو

داستا د زړۀ ټوټې ،لۀ تانه پاتې امارت ته
مونږ ژمن یوو، کړې مونږه ده وعده دزړۀ پۀ وینو

عاجزدی دمنصور درمان قلم ستا لۀ اوصافو
باید ستا هر یادګار شي نؤیشته دزړۀ پۀ وینو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx