
د امریکايي استخباراتو مشر افغانستان ته سفر کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امریکايي استخباراتو د مرکزي ادارې «سې ای اې» مشر «ویلیام برن» په یوه نا اعلان شوي پټ سفر کابل ته راغلی و.
له «ترهګرۍ سره د مبارزې» له موضوعاتو باخبره یوه چارواکي «اسوشیټيډ پریس» خبري اژانس ته ویلي، چې ویلیام تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر په دوران کې د کابل حکومت له چارواکو سره لیدنې کړې دي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د امنیتي وضعیت او له «ترهګرۍ» سره د مبارزې د مسایلو په اړه ورسره غږېدلی.
د سرچینې په وینا، نوموړي د کابل حکومت چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د عسکرو تر ایستلو وروسته به هم امریکا له حکومت سره مرسته کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به «ښکېله» پاتې کېږي.
ویل کېږي، د همدې سفر په لړ کې د امریکایي استخباراتو له لوري د تمویلېدونکو شپږ قطعو ملیشو له ډلې دوې هغه قطعې چې په کونړ او پکتیا ولایتونو کې عملیلات کوي، د حکومت د ملي امنیت په واک کې ورکړل شوې دي؛ خو کندهار، کابل، خوست او ننګرهار کې د عملیات کوونکو قطعو واک لا هم له سي اې اې سره دي.
دغه سفر داسې مهال دی، چې امریکا او ناټو د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی دی.
د امریکایي عسکرو له وتلو سره هم مهاله داسې انديښنې شته، چې ښايي یاد هیواد به په افغانستان کې څرګند نظامي حضور پای ته ورسوي، خو استخباراتي جالونه به خواره پرېږدي او له خپل لوري تمویلېدونکې ملیشي چې په جنګي جرمونو کې ښکېلې دي؛ له دې وروسته هم تمویل او تجهیز کړي.
ددوی داآرزوګانی به الله دننګیالیومجاهیدینوپه ذریعه نامراده کی الله به طیب اردوان دمسلمانانوپه اتحادوګوماری دمسلمانانوپه اتحاد دامریکااوناټولاس له اسلامی ممالکوڅخه په قطعی ډول خیژی ماوطیب اردوان ته داسلامی اتحادیی پیشنهادکړۍ ووکه موږدقرآنکریم پراحکاموراټول سواختلافونه مودمنځه وزی،بایډن له اردوان څخه دارمینیادعثمانی خلافی ګیلی شروع کړی دی دمصرفوجی کودتاداخوان المسلمین پرضد اوخپله پرترکیه کودتاچه ۱۶۰ځوانان کی شهیدان سول په افغانستان کی قطلع پربیګناهومسلمانانویی هیر کړی دی،مسلمانان بیله اتحاده چاره نلری خپله کفاریی خوب اوآرامی ته نه پریږدی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ