شعـــــرونه

وطن په مړو نه جوړیږي په ژوندو جوړیږي/ جهاني

عبدالباري جهاني

نه په شعرونو نه غزل نه ترانو جوړیږي
دلته اورونه لګېدلي په اوبو جوړیږي

موږ ته د تورو د میدان افسانې ولي لیکی
توري مو ډیري چلولي په جرګو جوړیږي

مړی شریک دی یو کور ساندي بل سندري وايی
د ورور په وینو به دا وران وطن تر څو جوړیږي

ماته یې توره تاته ډال هغه ته توپ ورکړی
پردۍ جګړې دي د پردیو په جېبو جوړیږي

لا څومره جوړي هدیرې کړو د شهیدو وینو
وطن په مړو نه جوړیږي په ژوندو جوړیږي

نیکه په نکل، ماشومان په اورېدو ستړي سول
چا درته وویل چي مېنه په کیسو جوړیږي؟

زلمي په جنګ، بوډا د قبر په کیندلو لګیا
د ښار کیسه نسته تاریخ پر هدیرو جوړیږي

قرنونه ختم سول د وینو کیسه ختمه نه سوه
د دې اولس د ورځي زخم په کلو جوړیږي

زرکاله مخکي ورته کوم بابا ښېرا کړې ده
چي نه په عقل نه زارۍ نه مرکو جوړیږي

له یوه لاسه ټک راباسي دا سرزوری اولس
دا پر کیسو باندي مین دي په نکلو جوړیږي

جهاني ما یې پر منبر باندي جاهل لیدلی
دا به د خدای او د قسمت په فیصلو جوړیږي

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د اپرېل درویشتمه، ویرجینیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx