شعـــــرونه

ثالث عمر/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

صدقه دې له غیرت ثالث عمره
ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره

په رشتیا چې ته ولي د زمانې وي
وې لایق د خلافت ثالث عمره

يرغلګر دي په ګونډو کړله اتله
وې مؤسس د امارت ثالث عمره

د منبر او د سنګر وي ته ساتونکي
ځار شم ستا له شهامت ثالث عمره

د جهاد ستر بنسټګر وي زموږ مشره
قربان ستا له سیاست ثالث عمره

پیشګویې دي شوه ثابت د زړو رهبره
منو ستا موږ کرامت ثالث عمره

د اسلافو په قدم باندي روان وې
دین ته وکړ تا خدمت ثالث عمره

ته د خپل عصر خلیل وی هم موسي وي
تا کړو کفر په ذلت ثالث عمره

زه تپاند زُهاد په هر کردار دي ویاړم
ستا سره مې محبت ثالث عمره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپی

زه به هم دیوشنمې پیړۍ حربې، نابغه داسلامې امارت دبنسټګراونوښتګرارواښادمشرملاصیب محمدعمرمجاهدپه هکله خپله یوه خاطره اودامارت سره زمادټولوهلوځلودقیمت اعاده شریکه کړم. په کال ۱۹۹۹ ع ول چې ما،ارواښادجنرال صیب رحمت الله خان اودهئیت نور ملګرو لوی قندهارته سفر وکړاودماسختن لمانځه داداء کولو ورسته دارواښاددلیدولپاره دامارت دمیلمستون څخه دهغی دناستې ځای ته وروخوزیدوکله چې کوټی ته وردننه شوو دمخکی (۱۹۹۶ع) په څیر په کوټه کې یوکټ اولاندی توشکې غوړیدلی وی چې دکټ سرته مشرملاصیب اوښکته خواته دوخت ویاند مولوی صیب وکیل احمد متوکل ناست وونومتوکل صیب زمونږپه پیژندنه پیل وکړپه دوهم نمبرکې زماپه برخه کې متوکل صیب البته په ډیر تفصیل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx