شعـــــرونه

د انار ګل/ فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

زلمو وټومبه دستار کې د انار ګل
پيغلو کېښود په اوربل کي د خپل يار ګل

اتڼونه، خوشحالۍ دي او مستۍ دي
لور په لوري مينان شيندي بيسيار ګل

شاه ليلا ټال کې زنګيږي رود پر غاړه
پر سينه يې اويزان د شالمار ګل

تنکۍ نجونې د سپيروان ورلره ناڅي
سره شونډان سره اننګي سور د پيزوان ګل

لاس تر غاړه زلمي نجونه په ګلباغ کې
زړونه کاږي د کوګل څه د نګار ګل

په غوږو يې واليګان کړه د ياقوتو
ناوې لاس کې دی نيولی د سينګار ګل

مځکه ګل، لمنې ګل، بڼونه ګل دي
څومره ښکلی، ښايسته دی د سهار ګل

ګل بشره په ګلو ګډ سوه ګلان ښکلي
طالب جان ور لره راوړ د انار ګل

دا چې مځکه د ارکوز کې نن اختر دی
غوړيدلی په کوڅه او په بازار ګل

د نومير د هيلو ګل به کله سپړي
ها د صلحې، ارامۍ او د ايثار ګل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx