افغانستان

پغمان کې د ملي امنیت څلور کارمندان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې طالبانو د ملي امنیت څلور کارمندان وژلي دي.

د پغمان امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه نن سهار ددې ولسوالۍ په «پنجه چنار» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې طالبانو په یوې شخصي کرولا کې سپرو د ملي امنیت څلورو کارمندانو باندې برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، په دغه برید کې د ملي امنیت څلور واړه کارمندان وژل شوي او موټر یې هم زیانمن شوی دی.

ویل کیږي چې طالبان د پېښې له ځایه تللي دي؛ خو امنیتي چارواکي وايي، پېښه یې تر جدي تعقیب لاندې نیولې ده.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د کابل لویدیځ ته پغمان ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه زیات کړي او وخت ناوخته په دولتي عسکرو بریدونه کوي.

دوه ورځې وړاندې هم طالبانو د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د کمانډو ځواکونو یو افسر  سمونیار محمدیوسف ترور کړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx