نظــر

ثالث عمره! لارويانو دې امريکا هم مړه کړه هم پړه!

احمد منصور

اي د دې سپڅلي صف بنسټ ايښودونکیه ستا په لاس کېنول شوی نيال لا لوړيږي لا ثمر کوي هو مقصود مې امارت ده هغه امارت چې د رب په همکارۍ او د څو مخلصو ملګرو په ملتيا دې را جوړ کړ.

تللیه رهبره: تا په يو سخت وخت کې د اولس مرسته وکړه د روس ضد جهاد قربانۍ دې ضايع کېدو ته پرېنښودې په لوړ همت ټينګ عزم دې د فساد پر ضد مبارزه وکړه هېواد دې له تجزې وژغوره.

د هېواد له شماله تر جنوبه له شرقه تر غربه د مدارسو علماؤ، طالبانو او مخلص اولس ته تنها پرېنښودې.
ځکه ستا نېت پاک ، ستا اراده خالصه ، او ستا هدف سپڅلی وه.

د وخت جيدو علماوو تاته د اميرالمؤمنين لقب درکړ ته يې د اُمت او دې مظلوم ملت لپاره يو غوره رهبر وبللې ځکه ستا هدف د اسلامي نظام نېفاذ وه ټول اولس ستا تر شا ودرېده يقينن د هغو علماوو انتخاب په ځاي او غوره وه.

هو ته وې ګران اميره: چې په نړۍ کې خپره شوې دا پوچه مفکوره دې ناسمه ثابته کړه چې د اسلامي نظام نېفاذ اُمت ته تېر برم او عزت بيا ور بښل ناممکن ده.

اي د وخت مجدده: ستا د رهبرۍ او قيادت لاندې مخلصو طالبانو د يو سپڅلي هدف چې اسلامي نظام وه د نېفاذ په موخه يې داسې مبارزه وکړه چې بلا اخره د رب په مرسته د فساد په محوې او د اسلامي نظام په راوستو او نافېذولو وتوانېدل مرحوم عمره دا چې هغه نظام د نړۍ کفارو او تش په نوم د اسلامي دونيا مشرانو ته د منلو نه وه نو د ړنګولو په موخه له هر ډول وسيلو څخه يې کار واخيست بلااخره يې هغه نظام را ونړاوه چې سترې قربانۍ مو پرې ورکړې وې ، سترې هيلې او آرمانونه مو ورپورې تړلي وه.

مهربانه: ته وې چې عزم دې ونه بايلود داسې وخت دې د زور ور قوت د ماتې پېشنګويانې ورکولې چې ناپوهې نړۍ ستا پېشنګويانو پورې استهزاوې کولې ويل به چې نور به څوک د طالب نوم هم وانخلي خو ته ډاډه وې تا دا حس کړې وه چې مونږ بريمن يو ځکه په ځمکه واک د هغه رب مو غوښت چې ذي روح او غيرې ذي روح پيدا کوونکی ده تا د اشغال خلاف بيا وسله پورته او عمري مقاومت دې پيل کړ رهبره داسې وخت راغی چې نور ژوند درسره وفا نه کوله ځکه نور تا خپل سپڅلی مسؤليت را اداء کړی وه نظام دې راته له هر اړخه جوړ کړی وه د فکرِ واحد د اخوت ، ورورۍ درس دې راکړی وه ، د اتفاق اتحاد په معنا دې پوه کړي وو د خپل کوچېدو روسته د يو ښه ځاي ناستي انتخاب دې راته کړی وه ستا ځاي ناستي هم تر يو وخته د دې صف ښه رهبري وکړه خپل مسؤليت يې اداء کړ مونږ ته يو ښه سيستم او لايحه جوړه په صف کې د احترام او شفقت درس پرېښود بلا اخره خپل آرمان يې پوره او رب په خپلې لقاء ستر نعمت چې شهادت ده ونازاوه.

ثالث عمره:ستا جدايي تر اندازې زيات زورولي يو په دې باور مند يو چې ستا خلاء به ډکه نه شي خو مونږ خپل مورال له لاسه نه وه ورکړی د اشغال پر وړاندې سپڅلي مقاومت مو رنګ راوړ هغه امريکا چې تا شل کاله دمخه د ماتې پېشګويانې ورکړې وې رښتيا شوې امريکا ستا لارويانو داسې له پښو وغورزوله چې تر ډېره به د بيا را جګېدو جوګه نه شي.

هو هغه امريکا چې شل کاله دمخه د غرور په نيل سپره وه زمونږ لپاره دوه آپشنه يې درلودل مرګ او زندان نن هغه امريکا د طالب په پښو کې پرته ده هوکې دا هم هغه امريکا وه چې مونږ يې د مذاکراتو کولو وړ نه بللو د الله رب العزت په مرسته ستا د لارويانو د کاملې سرښندنې او قربانۍ په مټ له يو کال مذاکراتو روسته يو داسې تړون لاسليک ته اړ شوه چې د کاغذ پر مخ يې خپله ماته ومنله.

ای کاش عمره: ژوندی وای او دا منظره دې خپله لېدلې وی خو دا چې ستا جدايي د رب قضاء وه زمونږ پرې رضا ده.

مجاهد رهبره: امت به په ورځ د قيامت د رب په حضور کې دا شاهدي ورکړي چې تا او ستا ځاي ناستو زمونږ ښه رهبري وکړه هېڅ ډول معاملې ته تيار نه شول او نه د دښمن له لوري وارد شوو فشارو ستاسو عزم متزلزل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x