نظــر

زما د فلسطین بچی وازه خوله تر خاورو لاندي شهید پروت دی

لیکوال : نظرمحمد مطمئن

د فلسطین موضوع د ټول عالم اسلام له پاره دردونکې ده، دا لومړی ځل نه ده چې صیهونیست رژیم په بې وسلې فلسطینانو هوایې او ځمکنې بریدونه کوي، د هغوی ماشومان، پېغلې، ښځي او سپين ژري په شهادت رسوي.

ماته د هيټلر هغه خبره رایاده شوه هغه لیکلي او ویلې ما کولای شول چې زه ټول یهود ووژنم، دا لږ یهودیان مې ددي له پاره پريښودل چې راتلونکې نسلونو ته ددوی ناوړه کړه وړه او اصلې څیره معلومه شي.

رښتيا هم که یهوديان ګرده ختم شوی وای چې دا د الله ج سنت هم نه دی، يو قوم په ټولیز ډول سره الله ج نه ختموي، نو نن به د اسرايلو ظلم او پست ضمیر خلکو ته نه معلوميدی، ددوی اصلې څیره به چاته نه وای روښانه.

فلسطینیان له ډول ډول تکلیفونو سره مخ دي، له دي مخکې هم د اسرايلو د سختو درنوهوايې او ځمکنيو بریدونو لاندي راغلي،

مګر فلسطیني ځوانانو خپل همت د لاسه نه دی ورکړی. هر ځل د غزې د مجاهدینو او صیهونیست رژیم جګړه د مسلمان فلسطيني ځوان په ګټه تمامه شوې ده.

داځل جګړه که څه هم د صیهونیستانو له قساوته ډکه ده او د غچ اخستلو په موخه يې پېل کړه، ډیری فلسطیني واړه ماشومان يې تر خاورو لاندي کړل، ډیری فلسطيني بچیان يې وژړول، ډیرې زموږ خویندي او ميندي يې د ملګرو ملتونو د کمپونو ورتګ ته مجبوره کړي، هغوی خپل کورونه پريښودل لوڅې پښې يې له غزې څخه هجرت وکړ، خو د الله پریکړه بيا دا ډول نه ده کوم چې د ظالمو صیهونیستانو امید او تمه وه.

د اسرايلو په دفاع وزارت او د اسرايلو په ځمکه د فلسطینې مجاهدینو بې پېلوټو الوتکو پروازونو بې همته اسرايلي ځواکونه نور هم ویرولي دي.

د اسرايلو په خاوره د فلسطیني مجاهدینو له خوا ددوی خپل د لاس د ليرې واټن ويښتونکې توغندي هم صیهونیست رژیم ته د سر درد پيداکړی.

داځل د فلسطیني مجاهدینو څخه د ځينو وړو او لويو اسلامې ډلګيو د ننګې او ملاتړ اعلان هم اسرايل وارخطاء کړي.

اسرايلو په ټول توان سره د ځينو عربو هیوادونو سره په ګډه د مصر د اخوان المسلمین حکومت نسکور کړ، په ځای يې یهودي طبیعته جنرال سي سي واک ته ورساوو، که نن په مصر کې مرسي په واک کې وای، د فلسطين واړه بچیان به نه وای مجبوره چې د ملګرو ملتونو په کمپونو کې سرو ګرمیو ته ورځي په لوږه تیرې کړي.

ایران او حزب الله چې د حماس په وجود کې خپلې ګټې يې شته، دا ځل هم حزب الله چې د اهل تشیع جنګي ډلګې ده د حماس څخه د ملاتړ اعلان کړی، مګر په نوره نړۍ کې حزب الله ته اهل تسنن مسلمان د شک په سترګه ګوري.

ایران چې په منځنۍ آسيا او ګاونډيو هیوادونو کې د شیعیزم د خپرواوي له پاره کار کوي، د حماس څخه ددوی ملاتړ هیڅکله هم اسلامي نړۍ حساب پرې نه کوي.

داځل افغان حکومت د کرزي په مشري هم د فلسطینې بې ځایه شوو سره د ۵۰۰۰۰۰ پنځه لکه امریکايې ډالرو د مرستې اعلان وکړ، د افغان حکومت دغه اعلان په داسي حال کې چې د امريکا لاسپوڅی حکومت دی، يوه ښه خبره ده، حد اقل د فلسطينې بچیانو له پاره به خوراکي توکي پري وپلورل شي، هغه هم که چیرته د کرزي د حکومت د پيسو د انقالونکو له خوا څخه د یاد پيسو څخه غلا ونه شي او په نیمايې ونه درول شي، فکر نه کوم چې همدغه يادي پیسې به ګرده په امانتداري سره فلسطينې بچیانو ته ورسيږي، بله خبره داده چې کرزي صاحب د خدای له پاره داکار نه دی کړی، هر عمل د کرزي اوس د امريکا سره د غچ ا و رقابت په معنی دی، د جان کیري ځواب ورکوي، چې ولي يې دده په مشرې کې موقت حکومت ونه منی، او ولي يې د ده د واک موده يونیم کال يا دوه کلونه نوره هم اوږده نه کړه. په همدي کړنه باندي د امريکايې چارواکو څخه خپل غچ اخلي، تر څو امريکايې ملت په امريکايې چارواکو نیوکه وکړي چې زموږ دولس کلن ټکس چې تاسي د کرزي د واک او قدرت له پاره استعمال کړي، هغه کرزی نن ستاسي امريکایانو خبره نه منی، د امريکا په سنا او پارلمان کې ډیری یهودیان هم شته چې د کرزي دغه عمل به هغوی هم اړ کړی چې په امریکايې لوړ پوړو چارواکو نیوکه وکړي.

زه حیران یم چې په ارګون کې نږدې سل تنه افغانان شهیدان کیږي، او تر سلو ډیر يې زخميان کيږي، د شهید بیه تر ۲۰۰۰ دوه زره ډالره کمه ده او د زخمی بیه تر ۱۰۰۰ زر ډالره کمه ده، مګر کرزی دومره مسلمان شو چې د فلسطین په خلکو يې زړه دومره وسوځیدی چې ۵لکه ډالر مرسته ورسره کوي، هیڅکله د خدای له پاره نه ده، خپل سياسي هدف لري، خو بيا هم دغه ډول کار يو ښه کار دی، کاشکی کرزي په تیرو دولس کلونو کې د خدای له پاره او د مسلمان د ګروهي له امله دغه ډول کارونه کړی وای.

ترکیه چې په سېمه کې ځواکمن هیواد دی، نوی پکې اسلامې نظم په پلې کیدو دی، خپلې کورنۍ ستونزې لري، لا يې هم پوځ د سیکولر کسانو په واک کې دی، يواځی اردغان او عبدالله ګل هیڅ هم نه شي کولای، خو هر ځل يې د فلسطينیانو څخه په کلکه ملاتړ اعلان کړی، چې په ۲۰۰۹ کال کې يې غزې ته د خوراکې مواد د کښیتو په پېښه کې صیهونیستي رژیم ۹ تنه ترکان هم شهیدان کړل، ترکيې يې په ځواب کې د صیهونیسټ رژیم سفیر له ترکيې څخه وایست، په کار خو داده چې بیا یې هیڅکله هم د صیهونیست رژیم سفیر په ترکیه کې نه وای منلای، مګر د نړیوالو فشارونو له وجهې او د اسرایلو له خوا د سر ټیټولو وروسته يې بيا سفارتي اړيکې ومنلي او پېل کړي.

عربې هیوادونه ویده دي، دهغوی يې پر فلسطينې بچیانو څه؟ ددوی بچیانو ته ښه معیاري خواړه رسيږي، ددوی ځوانانو ته ډول ډول عیش او عشرت مهیا دی، ددوی پوخ عمره سړو ته د اروپا اسانیتاوي شته، هلته په لوکس هوټلونو کې چې څه يې زړه غواړي هغه کوي، نو کومه اړتیا ده چې دوی د فلسطین د بچیانو ژړا واوري؟

قطر هیواد ډیر کوچنی دی، کاشکی دغه هیواد ځواکمن او پېاوړی پوځ درلودلای، کاشکي يې پرمختللي وسله درلودلای، چې په پټه او يا ښکاره يې له فلسطيني ځوان سره د وسلو مرسته کړي وای. مګر هر ځل او هر وخت يې د فلسطين په غمیزه کې ځان شریک ګڼلی دی.

زما داخبره هم رایاده شوه، چې په نړۍ کې تر يو میلیارډ ډیر مسلمانان اوسيږي، که يواځی د عربې نړۍ او فلسطین ته نږدې هیوادونو مسلمانان یولیټره یو بوتل اوبه د صیهونیست رژيم پر لور ورچپه کړي هم به اسرايل غرق شي، که يواځي يو ډالر هر مسلمان د فلسطين له مجاهدینو سره مرسته وکړي، هغوی به اړ نه وې چې وسلو ته لاسرسی پيدا نه کړي، که په پټه د ګاونډيو هیوادونو حکومتونه ځینې اسلامې ډلو ته اجازه ورکړی چې غزې ته وسله ورسوي، دا ټول هغه څه دي چې نن به صیهونیست رژیم زموږ خویند او مندي له کورونو وتلو ته نه وای مجبوره کړي، نن به زموږ فلسطیني بچی تر خاورو لاندي وازه خوله نه وای پروت، نن به زما دفلسطني بچي مخ په اوښکونه وای لوند، او نن به مې فلسطيني بچی دومره ضعیف نه وای چې په ډبرو او خالی لاس د صیهونیسټ رژیم د عسکرو د ټانک مقابله کوي.

الله ج دي د مسلمانو هیوادونو د حکمرانانو ضمیرونه وېښ کړي، او الله ج دي وکړي چې په اسلامي هیوادونو کې اسلامې ګروپونه نور دا جرائت وکړي چې په هر ډول وي د فلسطین د بې وزله او بې وسلې بې ګناه خلکو مرستې ته ورودانګې. آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x