نظــر

ساده، مخلص، زاهد او مجاهد مشر!

حبیب الرحمن محبُ الرسول

د اسلامي امت د ستر محسن، د دریمي امپراطورۍ د ماتوونکي تحریک مؤسس، د افغانستان د اسلامي امارت امیر، رهبر او مؤسس امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد ــ رحمه الله ــ د وفات اتم تلین.

(کُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْت) الایه.

د نن څخه اته کاله مخکي د اسلامي امت یو داسي رهبر او امیر، د اسلامي نړۍ د غیږي څخه فناء سو چي ټول اسلامي نړۍ یې په فراق و دردیدل.

هغه امیر المؤمنین وفات سو چي د مسلمه امت نسلونو ته یې په توحید باندي د ثبات معنی وروښول، د فداکارۍ او استقامت په معنی یې پوه کړل.

هغه امیر المؤمنین وفات سو چي مسلمانانو ته یې په عملي توګه د سورة الکافرون او سورة الممتحنة تفسیر وکړ.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي اسلامي امت ته یې د عدل، مساوات، د مسلمان د عزت او کرامت، د مسلمانانو د نصرت او ساتني، ولاء او براء د بابونو عملي درس ورکړ.

هغه امیر المؤمنین وفات سو چي نړۍ ته یې په حقه سره د مسلمان عزت وروپیژندی.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي پوره پاچاهي او سلطنت یې د یوه مسلمان د عزت او ساتني په خاطر ځار او قربان کړل، چي داسي پیښه به تاریخ هیڅکله نه وي ثبت کړی.

هغه امیر المؤمنین وفات سو چي د ډیرو کلونو وروسته یې اسلامي امت د خلافت، امیرالمؤمنین او جهاد سره اشنا کړی.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي په اسلامي نړۍ کي مظلومو مسلمانانو ورباندي د فراق اوښکي توی کړی.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي د کفري او مغروري نړۍ سره یې په تش لاس او د الله جل جلاله په تؤکل سینه وجنګوله.

هغه امیرالمؤمنین وفات چي د سوپر طاقت په اړه پیشګوئي یې شل کاله وروسته موږ عملا ولیدل او رښتیا سول.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي د اسلامي امت علماؤو، مجاهدینو، او مشرانو ورته د امیرالمؤمنین لقب ورکړی.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي د ټولي نړۍ مجاهدین یې تر یو چتر لاندي سره یو ځای کړل.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي دوه کاله یې په مړینه پاچاهي وکړل او امت ته یې د حضرت سلیمان علیه السلام یاد تازه کړ.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي د بتانو په ماتولو سره یې اسلامي امت ته د ابراهیم علیه السلام تاریخ راتازه کړ.

هغه امیرالمؤمنین وفات سو چي د غرونو په شان د کلک او مضبوطو خلکو پر زړونو یې پاچاهي کول او د اسلامي امت داسي اتلان او قهرمانان یې تر امر لاندي وه چي کارنامو ته یې ټوله اسلامي او کفري نړۍ ګوته په غاښ پاته ده.

رحمه الله رحمة واسعة…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx