نړۍ

له اردوګان سره د بايډن ټيليفوني اړيکه؛ دواړه مشران پر يو شمېر مهمو موضوعاتو غږېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د واک له تر لاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل ترکي سيال رجب طيب اردوګان سره ټيليفوني اړيکه کې پر يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

جو بايډن خپل ترکي سيال ته ويلي دی هوډ لري، چې د عثماني خلافت په واکمنۍ کې د لومړنۍ نړيوالې جګړې پر مهال په ۱۹۱۵ کال کې ارمينايي اتباعو وژنه «نسل وژنه» وبولي.

جو بايډن په جنورۍ کې د سپينې ماڼۍ واک تر لاسه کړی او له تېرو درې مياشتو راهيسې داسې تمه وه، چې د نورو ولسمشرانو په څېر به خپل ترکي سيال اردوګان سره هم ټيليفوني اړيکه ونيسي.

ولسمشر بايډن د «ارمينيايي ملي ورځې» له نمانځلو يوه ورځ مخکې د ترکيې ولسمشر سره ټيليفوني اړيکه نيولې ده.

داسې تمه وه، چې ولسمشر بايډن به د خپلې ټيليفوني اړيکې پر مهال د سپينې ماڼۍ د پخواني دريځ پر خلاف داسې خبرې وکړي، چې د انقرې او واشنګټن تر منځ روانو سړو اړيکو کې د ښه کېدو لامل شي.

داسې اټکل دی، چې د جو بايډن له لوري دا ډول څرګندونې به د انقرې اندېښنې او نيوکې راپورته کړي.

له سپينې ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، ولسمشر بايډن خپل ترکي سيال ته وويل، چې واشنګټن له انقرې سره د دوه اړخيزو د پراختيا او اختلافاتو پر حل کولو ټينګار کوي.

اعلاميه زياتوي، چې دواړو مشرانو په راتلونکې جون مياشت کې د ناټو سرمشريزې په څنډه کې په مخامخ ناسته هوکړه وکړه.

د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ هم ويلي، چې بايډن او اردوګان د دوه اړخيزو سټراټيژيکو اړيکو په پياوړي کولو او ګډې همکارۍ ټينګار وکړ.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلاميه زياتوي چې اردوګان بايډن سره د دوه اړخيزو اختلافي مسئلو په حل ټينګار کړی او د ساري په توګه يې په متحده ايالتونو کې د ترکيې حکومت مخالف مذهبي مشر فتح الله ګولن د ګوند فعاليت او په سوريه  کې د متحده ايالتونو له لوري د کردانو وسله والې ډلې ملاتړ ياد کړی دی.

د ترکيې ولسمشر ټينګار کړی، چې د داسې ستونزو حل کول د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړي کولو لپاره اړين دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Talib, Be Careful. Make sure you follow and stay firm with Islamic Instructions
Your enemies got hidden agendas

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx