افغانستان

سرچینه: میدان وردګو کې د عیسی خان لغماني په ګډون د کمانډو ۲۱ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غوايي، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د عیسی خان لغماني په ګډون د ۲۱ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.
په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو پوځي سرچینې وايي، عیسی خان لغمانی تیره ورځ ددې ولسوالۍ تکانې سیمې اړوند په «تندري» کلي کې د بامیانو ولایت څخه د کمانډو ځواکونو راتلونکې قوه د طالبانو په کمین برابره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په مخامخ نښتو او بمي چاودنو کې د کمانډو ځواکونو یو شمېر ټانګونه ویجاړ شوي، چې د عیسی خان لغماني په نوم د کمانډو ځواکونو یو افسر په ګډون ۱۲ کمانډویان وژل شوي دي.

په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو یادې سرچینې د عیسی خان لغماني او څو نورو کمانډو عسکرو د جسدونو د عکسونو په خپرولو سره دعوه کړې، چې له جګړې وروسته د کمانډویانو جسدونه ددوی تر ولکې لاندې سیمه کې وو؛ خو وروسته یې د سره صلیب په واسطه مړي د هغوی وارثانو ته تسلیم کړي دي.

عیسی خان لغمانی چې ویل کیږي په میدان وردګو کې وژل شوی
عیسی خان لغمانی چې ویل کیږي په میدان وردګو کې وژل شوی

له جلریز ولسوالۍ څخه په یو بل خبر کې ویل شوي، چې کمانډو عسکرو د خپلو کلابندو ملګرو د خلاصون په موخه تیره شپه یوځل بیا د تکانې په «پل محراب» سیمه کې د طالبانو پرضد عملیات کړي، چې د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوي او د نښتې پرمهال د ۹ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

په جلریز کې د مولوي نذیر په نوم د طالبانو یو محلي قومندان نن ټکي اسیا ته ویلي، چې د تیرې شپې په جګړه کې یې له کمانډو ځواکونو څخه ۳ میله امریکايي ایم فور،  یوه امریکايي پیکا او څلور امریکايي د شپې دوربینان هم نیولي دي.

دفاع وزارت تراوسه پورې رسما د عیسی خان لغماني د وژلو خبر تایید او رد کړی نه دی.

عیسی خان لغمانی د ۲۰۱۵م کال په جون میاشت (اول چنګاښ، ۱۳۹۴ل) کې مهال د رسنیو سرخي وګرځېده چې د ولسي جرګې پر ودانې یې د طالبانو یو ډله ییز برید شنډ کړ او شپږ تنه سرتیري بریدګر یې ځای پرځای ووژل.

عیسی خان لغمانی د ولسي جرګې پر ودانۍ د برید پرمهال
عیسی خان لغمانی د ولسي جرګې پر ودانۍ د برید پرمهال

له هغه وروسته نوموړي ته د «ټق چپه کو» لقب ورکولو ترڅنګ د اشرف غني لخوا د قهرمانۍ مډال ورکړل شو او د نوموړي د پخواني لومړي مرستیال جنرال دوستم لخوا په کابل کې یو کور او شخصي موټر ورکړل شو، چې یو میاشت وروسته یې په دغه موټر کابل ښار کې یو ملکي کس ووژلو؛ خو محکمې د دولتي چارواکو په سپارښتنه هغه ته برائت ورکړ.

عیسی خان لغماني ته د اشرف غني لخوا مډال ورکول
عیسی خان لغماني ته د اشرف غني لخوا مډال ورکول
عیسی خان لغماني ته د جنرال دوستم لخوا جائزه ورکول
عیسی خان لغماني ته د جنرال دوستم لخوا جائزه ورکول

له څه وخت تیرېدو وروسته نوموړي په کابل کې ځان خوندي نه بللو ځکه یې د بلجیم هېواد ته پناه یووړه؛ خو په بلجیم کې د څه مودې تیرولو وروسته یې د تابعیت نه ترلاسه کولو له کبله په ۲۰۱۹م کال کې بیرته افغانستان ته مخه کړه او په کمانډو ځواکونو کې په دنده پیل وکړ.

عیسی خان لغمانی
بلجیم کې له څو کلونو مسافرت وروسته عیسی خان لغمانی بیرته د افغانستان کمانډو عسکرو کې دنده پیلوي

په کمانډو ځواکونو له دوه کلونو تیرولو وروسته پرون د جمعې په ورځ د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د عیسی خان لغماني د وژلو د خبر له خپرېدو وروسته ددفاع وزارت او کومانډو ځواکونو د قطعاتو مطبوعاتي مسئولین د نوموړي د مرګ او ژوند په هکله رسنیو سره له خبرو ډډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دلغمانیانو نوم هسې هم نوم بد دی خو ښه انسانان هم پکشې شته ، لغمانیان په استخباراتو کې کارونه کوي ، زمونږ د ولایت په مرکز کې لغمانیانو ډیر ظلم کاوو او د طالبانو د جسدونویې ډير سکاوی کړی دی چې هغه خلاف د دیني او مدني قوانینو دي ، زه یې ویدیوګانې هم لرم خو پر دې نجس باندې زه خوشاله شوم چې مردار شه ، د امریکایې دالر او اشغال په وخت کې د طالبانو سره جنګ د اولس او هیواد سره لوی خیانت ده او سزا یې مرګ دی !!

احمد شاه

دلغمانیانوم هسې هم بد دی ؟؟؟
ته به هم خپل زان ته مسلمان وایی او خبره ده دی د تاغوتیانو!
پر دغه نجس خو زه هم دیر خوشحال شوم چه مردار شو
خو پتنګه زه نه پولیږم چه ته ده افغانستان له کوم ګود یی خو دیر کم عقل یې.

pattang

یو جنایتکار بل ته تحفه ورکوي یو خو یې مردار شه ، ددې بل وخت به راشي !

طوطی

د دومره وژلو ګټه چاته رسیږی؟ هغوی طالبان وژنی او طالبان بیا حکومتی عسکر او خلک. امریکایان د خیر په غونډی ورته ناست دی سیل یی کوی. دا د روژی میاشت وګوره او دا جهالت. د څه لپاره؟ امریکایان خو هسی په وتو دی نو بیا دا جنګ د څه لپاره؟ که سړی یاست بیانو سړیو غوندی کینی او خبری وکړی.

طاهر ثابت

طوطی سیب دښو او بدو معیار مسلمان په اسلام پیژنی. بیدینه یی په ملیت او انسانیت. دکفر او اسلام جنګ چه بیدینه خلک یی په تروریزم او تشدد یادوی لا ندی ختم او په هغه کی دکابل زورواک مشرانو ټټر وهلی دی.

غوربندی

الحمدلله

چې بد ګرزي بد به پرځي !

ښه شو چې دا مردارخور مزدور د خپلو اعمالو په جزاء ورسېد.

نور عسکر دې ددغه خاسر الدنیا و الاخرة له انجام څخه عبرت واخلي او مجاهدینو ته دې تسلیم شي.

Adam Khan

Talib Jan
You defeated NATO, the only super power of the world, when it comes to someone like Eessa then it should be nothing

ALHAMDO LELLAH

Adam Khan

جون 23, 2015 10 جانان خدرخېل اکو بکو سر سیندکو عیساخان لاړو په ترپکو پارلمان سوری سوری د بریدګرو په مردکو نږدې دوه ساعته جنګ د راکټو د ټوپکو هلته زور نه رسېده د چورلکو الوتکو په درواغو یې ویل شپږ مې ووژل هلکو ډرامه شوله شروع د واه واه او د چک چکو عیساخان به شي مالدار په روپیو د اوزبکو په یوه ورځ شو اتل د ړندو او د لار ورکو اوس د هر سړي په خوله ټق چپه کو ټق چپه کو الي شرنګ ډبلۍ د شنو دروغو بوجۍ JANAN SAIB SALLAM, ESSA KHAN RUKHTIA HAM LARO… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مبارک مبارک مبارک ، چه ادم خان ورور په پشتو خپله تبصره لیکلی مګر نوم یی اوس هم په انګریزی لیکل شوی، مګر نوم خیر دی مهمه خبره همدا چه تبصری په خپلو ملی ژبو کی کوۍ.
ستاسی انګلیسی تبصری هم ښکلی وی مګرهغوی چه په انګلیسی نه بوهیدل بی برخی پاتی کیدل .
په هر صورت ، دغه پشتو تبصره کی مو ډیر ښکلی محلی خبری لیکلی زما ډیری خوښی شوی مننه

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x