
روس پلوه یاغیانو د مالیزیا الوتکه غورځولې
نن ټکی آسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه ۱۳۹۳): د مالیزیا یو مسافر وړونکې الوتکه اوکراین کې غورځېدلې چې له امله یې ۲۹۵ کسان مړه شوي.
رویټرز د اوکراین د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خولې لیکلي چې الوتکه د روس پلوه یاغیانو لخوا ویشتل شوي.
راپور زیاتوي چې بوینګ ۷۷۷ الوتکه د هالنډ امسټرډم څخه د مالیزیا پلازمېنې کوالالمپور ته روانه وه چې د روس پلوه یاغیانو لخوا وویشتل شوه.
خو د حکومت پلویان بیا د اوکراین د کورنیو چارو وزرات ادعاوې ردوي او وايي چې الوتکه د اوکراین پوځونو ویشتلې ده.
د مالیزیا لومړي وزیر د الوتکې د غورځېدلو په اړه د څېړنو حکم کړی.
د راپورونو په اساس تر دې مهاله هغه مړي چې پيژندل شوي ۱۵۳ کسان په کې چینایان، ۳ امریکایان، ۵ هندیان او ۷ د اندونیزیا تابعیت لرونکي دي.
د مالیزیا ایرلاینز په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د الوتکې سره د دوی اړیکې د هغه مهال قطع شوې چې الوتکه د اوکراین په فضا کې ګرځېدله.
د یادونې وړ ده چې د روان کال د مارچ په ۸مه د مالیزیا هوايي شرکت سرویس ۳۷۰ بوینګ ۷۷۷ الوتکه چې ۲۲۷ مسافر یې د کوالالمپور څخه بیجنګ ته لیږدول په بحر کې ورکه شوه او تر دې مهاله لا نه ده موندل شوې.