ټولنیزه برخه

مطالعه او محدوديتونه

تمیم تکل

– له مطالعې او کتاب سره بیخي زیاته مینه لرم؛ غم دا دی چې د افغانستان شرایط دي، ټوله ورځ په غریبۍ پسې ورک یم، ومنه چې لس دقیقې هم وخت نه پیدا کوم چې مطالعه وکړم، کومه د حل لاره نه شته؟

– شته! د مطالعې په ډولونو کې تر ټولو غوره یې #اورېدل دي. ښه غوږ نیول او ښه اورېدل د مطالعې بهتربن ماډل دی. موږ داسې خلک لرو چې په سترګو ړانده دي؛ خو ان د قرآن حافظان شول او قوي حافظه لري. یعنې یو ښه اورېدونکی، په حقیقت کې ښه کتاب لوستونکی هم دی.

داسې به وکړې چې له خپل کار او غریبۍ سره دې سم، مهال‌وېش درته جوړ کړه. په هره برخه او مضمون کې چې علاقه لرې، په اړه یې کافي غږیز – انځوریز فایلونه شته. هغه به پیدا کړې، هم دې کار کوه او هم دې مطالعه جاري ساته. که همدا فایلونه په دقت واورې، د کتاب له مطالعې یې هم اثر زیات دی. دغه راز يو نيم مناسب راديويي پروگرام هم تعقيب کړه. د افغانستان، سيمې او نړۍ خبرونه هم اوره چې د دید ساحه دې پراخه او د نړۍ‌لید حس دې تقویه شي.

نو:

ښه اورېدونکی، اصلاً ښه مطالعه کوونکی هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx