نظــر

د ۲۱مې پيړۍ نړیوال اتل

نظرمحمد مطمئن

د ۲۱مې میلادي / ۱۳مې هجرې لمریزي پيړۍ په نړیواله کچه تر ټولو ډیر پېژندل شوی او یاد شوی روحاني، معنوي، جهادي او د ازادۍ ساتلو / ګټلو مشر ملا محمد عمر مجاهد بلل کیږي، هغه مشر چې جنګیالیو یې د امریکا/ناټو پوځیانو پر ضد او هیواد د ازادۍ لپاره په ځانو پسې ماینونه وتړل.

هغه مشر چې د هغه سرسخت دښمن، په افغانستان کې د ټولو امریکایې قواوو عمومي قومندان جنرال مک کرسټل یې په اتلولۍ او میړانې اعتراف کوي، وایې چې ۱۰۰ ځله تر ګوډاکي ولسمشر حامد کرزي بهتر دی، ځکه د خپلو خلکو او هیواد د استقلال لپاره له موږ “امریکا او ناټو” پوځیانو سره سخته جګړه کوي.

ملا محمد عمر مجاهد د ۲۱مې پیړۍ داسي اتل و چې د روسیې، چین، ایران او هندي جنرالانو خوبونه یې د خپلې واکمنۍ پر مهال نا ارامه کړي وو، داسي اتل چې د پرویز مشرف او ترکي الفیصل غرور یې ور مات کړی و.

داسي مشر چې ۱۳ کلونه یې د خپلې کورنۍ له غړو څخه په لیروالي کې تیر کړل، کله یې هم د خپلو زامنو یادونه ونه کړه او نه یې د کورنۍ په غړو پسې اوښکې توی کړي، هغه ستر اتل هر څه په خپل زړه کې دننه ساتل، یو ځل یې د مشر زوی مولوی محمد یعقوب انځور قاصد ورته راوړ، انځور ته یې ونه کتل، کیدای شي له دي امله چې د نړیوال زبر ځواک امریکا او ناټو سره د جګړې پلانونو اړوند مصروف ذهن یې د زامنو مینه کې مصروف پاتې نه شي.

خپلو ملګرو ته د ملا محمد عمر مجاهد د درناوي مثال کیدای شي په تیرو نږدې پیړیو کې ونه لرو.

مولوي وکیل احمد متوکل په جنوري ۲۰۱۲ ز کال کې موږ ته وویل:کله چې ملا محمد رباني اخوند وفات شو، د طالبانو د نظام تر پايه پوري بل رئیس الوزراء ونه ټاکل شو،  د رئیس الوزارء دوو مرستیالانو (مولوی عبدالکبیر اقتصادي مرستیال او مولوي محمد حسن اخوند اداري مرستیال) د دولت چارې مخکې وړلې. چې کله به هم له ملامحمد عمر مجاهد څخه پوښتنه وشوه چې د ملا محمد رباني ځای ناستی (رئیس الوزراء) به څوک وټاکي او یا ولي رئیس الوزراء نه ټاکي.

ملامحمد عمر مجاهد به یوازي دومره وویل:”داسي بل څوک به پيدا شي لکه ملا محمد رباني اخوند چې ټول طالبان پري راټول شي؟”

متوکل صاحب وایې چې ملاصاحب سره له دي چې ډير زړور او شجاع  و، لوی زړه یې و مګر نرم زړه یې هم درلود، کله  چې په شمال کې طالبانو ماتې وخوړه، او ډیر زيات طالبان ووژل شول، ملاصاحب ډیر خوابدی و، له سترګي یې ښکاریده چې بېخوبه دی، کله به چې د ډوډۍ وخت شو، څه به يې نه خوړل، ويل به يې خوند نه راکوي، څو ورځي يې همداسي په لوږه تيري کړي، ډیر يې طبيعت خراب و.

د ملا محمد عمر مجاهد په اړه ویل کیږي، کله چې د امریکا/ناټو له استخباراتو پټ اوسیدی، د هر اختر په ورځ به یې غسل وکړ، نوي کالي به یې واغوستل او داسي به ناست و، لکه چې د اختر مبارکي لپاره څوک ورته راځي، مګر هیڅوک به هم نه و، نه د کورنۍ غړي، نه کلیوال، نه ملګري او نه هم دخدای نور بنده ګان، یوازي ملا محمد عمر مجاهد او یو ملګری “عمري صاحب” به ور سره ناست و، همدا یې اختر او د اختر ورځې خوښې وه.

ملا عبدالجبار عمري وایې:”د ملا محمد عمر مجاهد اړوند ځینې داسي خبرې او خاطرې شته چې پرته له مسلمانانو د نورو”کفارو او لامذهبه” خلکو عقل یې نه شي منلای، ځکه دا عقیدوي مسایل دي او یوازي مؤمن مسلمان په دغه ډول عقیدوي مسایلو پوهیدلای شي.

د امریکا او ناټو ټولې استخباراتي ادارې او جاسوسان لګیا وو چې د هغه ستر اتل د اوسیدو ځای معلوم کړي، دغه ستر او نړیوال اتل له خپلو ملګرو، کورنۍ او دوستانو ډیر لیري له خټو جوړ کور، په یوه کوچنۍ تیاره کوټه کې په داسي حال کې د اجل داعی ته لبیک ووایه چې نړیوال زبر ځواک نور په ګونډو شوی و، هغه چې کله وفات شو، انديښنه وه چې کلیوال پوه نه شي چې په دغه وړوکي کلي کې یو مسافر مجاهد د خپل کور او اولادونو لیري خپل رب ته خپله سپیڅلي روح / ساه تسلیم کړي.

په داسي حال کې وفات شو چې نه یې تر شا جوړ کور او ودانۍ پريښوده او نه یې کفن درلود، په درې ځله یې کفن له یوه دوکان څخه د کالیو په نوم رانیول شو، د هغه د کفن کیسه ډیره ژړوونکي ده.

د ملا محمد عمر جنازه د هغه ملګري ملا عبدالجبار عمري او ورور یې د شپې په تیاره کې د نړۍ له ټولو انسانانو پټه، د الله ج په وړاندي وکړه او بیا يې په ارام د هغه ستر اتل جسد په قبر کې په داسي حال کې کیښود، چې نه یې اولادونه، نه یې خپلوان، او نه هم کلیوال وو، هغه له ټولو ملګرو، دوستانو او خپلوانو ډیر لیري د شپې په تیاره کې د خدای ج په امر د ابدي ژوند نوي کور ته ورغی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx