د نړۍ د دوهم مفکر د مرستیال ورور ومړ

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه ۱۳۹۳): ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ورور عبدالقادر دوستم نن د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

عبدالقادر دوستم د مشرانو په جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی و.

نوموړی همدا راز د جنرال دوستم د ډلګۍ جنبش ملي افغانستان معاون هم و.

عبدالقادر دوستم ته نېږدې سرچينو ویلي چې نوموړی نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په یوه روغتون کې ومړ.

عبدالقادر دوستم په اړه ویل کیږي چې د شکر ناروغي يې درلوده.

د جنرال دوستم د ورور مړی به سبا جوزجان ته انتقال شي او هلته به په خپل پلرني کلي کې خاور ته وسپارل شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیف اللہ منصور
میلمه
سیف اللہ منصور

ددوستم لمبر سوکه خیروي

ghaznavi
میلمه
ghaznavi

د خبر نشرولو معيارمو پکار دہ چی نظرثاني شي.
د هر لوچک خبر نشرول به مو خسته كي.