روژه او سلفنظــر

اسلاف او په روژه کې د قرآن کریم تلاوت.!

محب الله ذاکر

١_حضرت اسود رحمة الله عليه؛ په رمضان المبارک په هرو دو شپو کي یو قرآن کریم وایه.!
كان الأسود يقرأ في كل ليلتين في رمضان.

٢_حضرت امام نخعي رحمه الله د روژې په اخیره لسیزه کي، په هرو دوو شپو کي یو قران کریم وایه او په نورو میاشتو کي یې، په هرو درو شپوکي یو ختم کاوه.

وكان النخعي يفعل ذلك في العشر الأواخر منه خاصة وفي بقية الشهر في ثلاث.

٣_ حضرت قتادہ رحمه الله همېشه دا معمول و، چي په هره هفته کي یو قران مجید مکمل ختم کاوه او په روژه کي یې، په درو ورځو کي او په اخري عشره کي یې هره شپه یو قرآن کریم ختماوه!

وكان قتادة يختم في كل سبع دائما وفي رمضان في كل ثلاث وفي العشر الأواخر كل ليلة.

٤ حضرت امام شافعی رحمه الله به، په روژه کي د قران کریم ۶۰ شپېته ختمونه بې له لمنځو کول.!

وكان للشافعي في رمضان ستون ختمة يقرؤها في غير الصلاة.

٥_ حضرت امام ابو حنیفه رحمه الله هم دا معمول و، چي د روژې په لمنځونو کي ۶۰ شپېته قران کریمونه کاملول.!

وعن أبي حنيفة نحوه.(ستون ختمة في الصلاة)

٦_ حضرت قتادہ رحمه الله به، په روژه کي ښه د قرآن کریم درس ورکوی.!

وكان قتادة يدرس القرآن في شهر رمضان.

٧_ حضرت امام شهاب زهري رحمه الله په باره کي رانقل سوي، چي کله به روژه سوه، نو فرمایل به یې: دا میاشت خو د قران کریم د تلاوت او د ډوډۍ خوراک ده.!

وكان الزهري إذا دخل رمضان قال: فإنما هو تلاوة القرآن وإطعام الطعام.

٨_ حضرت ابن حکم رحمه الله فرمایي: کله به چي د روژې میاشت شروع کېدل حضرت امام مالک رحمه الله تعالی به د حدیثو د ویلو ا و د علماء د ناستي څخه فرار کاوه او د قران کریم په لیدلو به یې د هغه په ویلوبه مشغوله کېدی.!

قال ابن عبد الحكم: كان مالك إذا دخل رمضان يفر من قراءة الحديث ومجالسة أهل العلم وأقبل على تلاوة القرآن من المصحف.

٩_ حضرت عبد الرزاق رحمه الله فرمایي: کله به چي  حضرت سفیان ثوري رحمه الله به په روژه کي نور ټول عبادات پرېښول او د قرآن کریم تلاوت ته به یې مخه کړل.!

قال عبد الرزاق: كان سفيان الثوري: إذا دخل رمضان ترك جميع العبادة وأقبل على قراءة القرآن.

١٠_ ام المومنین حضرت عائشة صدیقې رضي الله عنها، په روژه کي دا معمول وو؛ چي د لمر راختلو څخه بیا تر لمر لوېدلو پوري د قران کریم تلاوت کاوه او بیابه بيدېدل.!

وكانت عائشة رضي الله عنها تقرأ في المصحف أول النهار في شهر رمضان فإذا طلعت الشمس نامت.

١١_ حضرت سفیان فرمایي: چي د زبید الیامي رحمه الله، په روژه کي دا معمول وو، چي ټول قرانکریمونه به یې راجمع کړل او خپل ملګري به یې د تلاوت ویلو لپاره راجمع کړل.!

وقال سفيان: كان زبيد اليامي إذا حضر رمضان أحضر المصاحف وجمع إليه أصحابه.

(مستفاد: لطائف المعارف لابن رجب متوفى٧٥٠ ھ ص :٣١٨_٣١٩،مطبوعة دار ابن كثير دمشق بيروت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx