نظــر

د محبوب امیر یاد!

محمد آصف آزاد

نن، د ثور څلورمه، د محبوب امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات اتم تلین دی. که څه هم زه لیکوال نه یم او بیا د داسې ستر شخصیت اړوند د لیکلو خو هر ګز نه؛ خو خاموش پاتې کېدلو هم ناارامه کولم.

د محبوب امیر په هکله دوه خبرې لیکم:
یو دا چې، محبوب امیر المؤمنین چې کوم محبوبیت او درنښت په اسلامي امت کې د مسلمانانو د یوه مشر او امیر په حیث ځانته خپل کړ، په اوږده تاریخ کې یې بېلګه نشو موندلی. نننۍ نړۍ کې خو چې د رهبر/مشر او کشر اړیکه یوازې پر مادي اهدافو را څرخي، محبوبیت خو لیرې خبره ده، او که فرضاً وي هم؛ په هغه اندازه هیڅکله نه، په کوم حد کې چې د محبوب امیرالمؤمنین محبوبیت دی. داسې محبوبیت، چې که څه هم محبوب امیر ډېره موده د وخت او حالاتو او شرایطو په غوښتنه له خپلو ډېرو ملګرو او پلویانو نهام و، خو په همدې نا لیدلي بڼه یې ملګرو او پلویانو هر امر ته په ډېرې مینې او تلوسې لبیک وایه، داسې محبوبیت چې هغه دې تر دې اندازې محبوب او منلی وي، چې په نالیدلو یې د ډېرو په زړونو راج چلیږي، دعا ورته کوي، هرې قربانۍ ته تیار وي او ان د قربانۍ او ایثار داسې لوړې بېلګې یې د تاریخ پاڼو ته وسپارلې، چې پخوا یې بېلګې نه دي لیدل شوي. دا محبوبیت په داسې حال کې دی چې، د نړۍ یوازینۍ مشر دی چې تر بل هر چا کم په رسنیو کې را څرګند شوی. نه یې د شهرت په موخه کومو کمپایني غونډو او جلسو کې ګډون کړی او نه یې د شهرت لپاره لویې ویناوې او انځورونه خپره کړي.

د دې محبوبیت علت څه دی؟!
خبره دا ده چې محبوب امیرالمؤمنین له خپل رب سره ریښتینی و، خپل رب سره یې مینه وه، د خپل رب له بنده ګانو سره یې مینه وه او اسلامي شریعت ته په کامله معنا ژمن و؛ نو همدا هغه څه و، چې الله تعالی نوموړی په امت کې محبوب وګرځوه. د یو حدیث شریف مفهوم دی چې، له کوم مؤمن بنده سره چې الله تعالی محبت کوي، نو د هغه بنده محبوبیت الله تعالی د ځمکې او اسمانونو په مخلوقاتو کې خپروي. رانه هېر دي چې د ښاغلي مولانا ضعیف او که د عبدالرحمن هوتک په لیکنه کې مې لوستي وو، وایي ده ته به چې په هره قضیه کې د شریعت حکم څرګند شو، په بشپړ او بې له کوم دوه زړیتوب څخه به یې قبلوه او په مقابل کې به یې بیا د هیڅ خنډ پروا نه کوله. همدا شریعت ته کامله ژمنتیا ده او همدا د یوه مسلمان امیر غوره ځانکړنه.
ځکه خو محبوب امیرالمؤمنین د مسلمانانو په زړونو کې محبوب، منلی او ښاغلی و.

دویم دا چې، محبوب امیرالمؤمنین د امت محسن و.
په افغانستان کې، هغه وخت چې د مسلمانانو د بېدرېغه او درنو قربانیو په پایله کې د ګټلي استقلال په وروستي پړاو کې چې له بده مرغه ډېری مجاهد مشران خورا بد ناکام شول، انجینرانو او پروفیسور رهبرانو چې لار غلطه کړه، چې د جهاد او قربانۍ د نتیجې غلط تصور یې عام کړ او په امت کې یې ناهیلي او ناامیدي خپره کړه او د زرګونو شهیدانو قربانۍ یې په اوبو لاهو کولو سره مخ کړې؛ نو دا وخت کې محبوب امیرالمؤمنین حالات او شرایط درک کوي، را پورته کیږي او د یوه ستر هدف ترسره کوي په تکل مټې را بډ وهي او د یو سپېڅلي او پاک “توکل محض” په برکت د لوی هدف په مسیر رهي کیږي.

چې بیا د همدې اخلاص او سپېڅلتیا له برکته یې دې مبارک پاڅون د بري پړاوونه ووهل او تر ننه بیا د حق پر مسیر خورا سختو ازموینو او سختو پړاونو څخه لله الحمد په پوره بریالیتوب پر مخ روان دی.

هغه په یوه داسې وخت کې چې د اسلام دښمن کلونه کلونه د اسلام د حاکمیت مخه نیولې وه او د کلونو کلونو هڅو په نتیجه کې یې داسې خپره کړې وه چې ګواکې اسلام د حاکمیت او سیاست دین نه دی(!)، اسلام نشي کولی اوس وخت کې سیاسي او حکومتي چارې تنظیم کړي(!) او… خو محبوب امیرالمؤمنین په خپل ایماني هوډ، اخلاص او سپېڅلتیا سره را پورته او د دښمن دا پوچه نظریه یې عملاً رد کړه او نړۍ ته یې بېرته وښوده چې اسلام هر زمان د حاکمیت او حکومت وړتیا لري. سیاست، اقتصاد، پوځ، اړیکې او روابط، دا هر څه د اسلام تر حاکمیت لاندې په ښه ډول پر مخ وړل کېدای شي. هغه بېرته اسلام حاکم کړ او د حکومت ټولې چارې یې د اسلام په چوکاټ کې راوستې. امت ته یې په خپلو ایماني او عملي کړنو تدریس کړه چې معنویات تر مادیاتو زورور او برلاسي دي، آن په ډېر لوی مادي قوت باندې هم. هغه امت ته د آزادۍ، جهاد او مبارزې درس ورکړ. هغه په خپل کردار سره د نړۍ مظلومانو ته د ظالم پر وړاندې د ودرېدو او را پورته کېدو جرئت ورکړ. هغه د جهاد او مبارزې لښکرې په جوش او حرکت راوستې. او هغه د اسلام د حاکمیت او پر دښمن د بریالیتوب هیلې را ژوندۍ کړې.

ټول کړي خدمتونه یې قبول شه، الله تعالی دې ور څخه راضي شي. اللهم امین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هيښ ويښ

د ثروت ، جايداد او دنيايي کش وپش نه فقير ، خو د ايمان ، غيرت ، همت ، صداقت ، ازاد وجدان او عقيدوي غرور دنګ غر وو .
په خپلو افسانوي کارنامو يې د عصر د فرعون نړی خوره امپرياليزم د ظلم ماڼۍ ولړزوله او د جهان د مستصعفو اولسونو په بدن کې يې د ازادۍ او خپلواکۍ روح ژوندی او پياوړی کړ .
د انسانيت او ازادۍ سمبول حضرت م ل ا محمد ع م ر .
روح يې دې ښاد او په ګور يې د نور وي .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx